فاریاب ولایت ته د کرنې وزیر سفر
۳ مرغومې ۱۴۰۱ه.ش
۱ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري فاریاب ولایت ته دخبل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له حکومتي چارواکو، مخورو او یوشمېر اوسیدونکو سره وکتل.
په دې کته کې ګډونوال د خلکو ستونزې بیان او ترڅنګ یې دکرنې او مالدارۍ سکټور د پرمختګ لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه دکرنې وزیر سره شریک کړل.
دکرنې وزیر وویل: «د هر هېواد د پرمختګ بستر کرنه ده. په همدې توګه دخلکو اړتیاوې له همدې لارې تامینېږي.»
دکرنې وزیر دغه راز وویل؛ زموږ ګاوندې هېوادونه دکرنې برخې ته ډېره پاملرنه کوي په همدې موخه په دې برخه کې پرمختګ لری اړتیا ده، چې کار وکړو او د امارت چارواکو هم په دې باور دي، چې افغانستان دکرنې له لارې پرځان بسیا کېږي، هغوی ژمن دي، چې په دې برخه کې کار وکړي. په همدې موخه تر دې دمه مو ډېر شمېر د او چکډمونه جوړ کړي دي او په راتلونکې کې هم په دې برخه کې کار کوو. دغه راز پلان لرو چې په څلورو زونونو کې څلور کرنیز کمپلکسونه جوړ کړو، چې د امارت چارواکو ددې کمپلکسونو پر پلان کار کوي. کرنې ته پاملرنه له یوې خوا د خلکو اړتیاوې پوره کوي او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابروي. ګاونډي هېوادونه هم په دې برخه کې له موږ سره همکاري کوي او په دې برخه کې پانګونې ته لېوال دي. موږ ښې ځمکې، اوبه او هوا لرو، چې ډېر نور هېوادونه دا امتیازات نه لري.
دغه راز د کرنې وزیر د ځنګلونو، دولتي ځمکو پر خوندیتوب او ترڅنګ یې د غصب شویو ځمکو پر بېرته راګرځولو ټینګار وکړ او په دې هکله یې مفصلې خبرې وکړې، په همدې حال کې حاضرو چارواکو د همکارۍ ډاډ څرګند کړل.
په دې کتنه کې دغه راز د اوبو د چکډمونو او سړوخونو په هکله چې د خلکو غوښتنې وې هم خبرې اترې وشوې.
په دې کتنه کې، د فاریاب مرستیال والي، عبدالولی اتقانی، د امنې قومندان مولوی حذیفه، ددې ولایت رییسانو او مخورو شتون درلود.
سفر وزیر زراعت به ولایت فاریاب
۳ جدی ۱۴۰۱ ه.ش
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت سفر کرد و طی نشستی با مسوولان حکومتی و باشندهگان فاریاب صحبت کرد.
در این دیدار حاضرین پیشنهادت و نظریات خویش را در مورد مشکلات مردم و راههای پیشرفت سکتور زراعت و مالداری شریک ساختند.
وزیر زراعت گفت" بسترهای پیشرفت اقتصاد هر کشور زراعت میباشد. همین گونه ضرورتهای مردم از آن تامین میشود.
کشورهای همسایه توجه کرده اند پیشرفت کرده اند، ضرورت است که کار کنیم و بزرگان امارت هم به این باور اند که از طریق زراعت افغانستان خودکفا میشود و مصمم اند که کار کنند و تا حالا چندین بند آبگیر ساختیم و برای آینده هم کار کنیم ما پلان داریم که چهار کمپلکس زراعتی در چهار زون بسازیم که مسوولان امارت روی پلان آن کار دارد. توجه به زراعت مردم هم نیازمندی های شان مرفوع میشود کشورهای همسایه هم همکار میباشند و علاقه مند سرمایه گذاری میباشند و زمین، آب و هوای خوب داریم که این امتیاز در بسیاری کشورها نیست.
همچنان وزیر زراعت تاکید به
حفاظت از جنگلات، حفاظت از زمین های دولتی ، استرداد زمین های غصب شده صحبت گردید و مسوولان حاضر تعهد همکاری دادند.
در این نشست در مورد خواستهای مردم در قسمت اعمار بندهای آب گردان و سردخانه ها نیز صحبت گردید.
در این نشست عبدالولی اتقانی معاون والی فاریاب، مولوی حذیفه قوماندان امنیه، روساء ادارات این ولایت حضور داشتند.
