غزني کې د کرنې ریاست او د تخنیکي زده کړو زون ترمنځ د مسلکي همکارۍ ګډه ناسته تر سره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۲
غزني کې د کرنې ریاست او د تخنیکي زده کړو زون ترمنځ د مسلکي همکارۍ ګډه ناسته تر سره شوه

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو له لوی رییس احمد خان صابري سره یوه مشورتي او همغږۍ ناسته ترسره کړه. دغه ناسته د کرنیزو او حیواني علومو د فارغانو د جذب، همکارۍ، لارښوونې او اغېزمنې ونډې اخیستو په موخه ترسره شوې ده.
په غونډه کې دواړو لوریو د هېواد د پرمختګ لپاره د بشري سرچینو اهمیت په ګوته کړ او هوکړه وشوه چې له هغو محصلینو سره چې د کرنې او حیواني علومو له برخو فارغ شوي، به په بېلابېلو کاري برخو کې همکاري وشي. مولوي محمد اسماعیل شکیب وویل چې اداره یې د ځوانو مسلکي کدرونو د ملاتړ لپاره ژمنه ده او هڅه کوي چې د دوی استعدادونه د هېواد د کرنیز پرمختګ په خدمت کې وکارول شي.
احمد خان صابري په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د زون په کچه باید د کرنې سکتور لا پیاوړی شي او فارغان باید یوازې پرې نښودل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دولتي موسسو او خصوصي سکتور له لارې باید د ظرفیت لوړونې او عملي تجربې زمینه ورته برابره شي.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې په ګډه به د ځوانو فارغانو لپاره د کاري فرصتونو، روزنیزو پروګرامونو او د کرنیزو فارمونو په برخه کې د ملاتړ ګډ پلانونه جوړ کړي، ترڅو فارغان خپل مسلکي ژوند په عملي توګه پیل کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۲۳
Background image

د کندهار غورک ولسوالی کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم د جوړولو چارې پيل شوې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په لګښت، د کندهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د غورک په ولسوالی کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۲
Background image

غزني کې د کرنې ریاست او د تخنیکي زده کړو زون ترمنځ د مسلکي همکارۍ ګډه ناسته تر سره شوه

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو له لوی رییس احمد خان صابري سره یوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۱
Background image

څلورو شمالي ولایتونو ته د څارویو د څېړنې رییس او ورسره مل پلاوي سفر

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د څارویو څېړنې رییس انجینر عبدالولي او ورسره تخنیکي پلاوي د جوزجان، فاریاب، بلخ او بدخشان ولایتونو ته د سفر پر مهال د دغو ولایتونو  د. . .

بازگشت