غزني کې د کرنيزو درمل پلورنځيو څارنه وشوه
۲۰ غویی ۱۴۰۲ه.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي چې په دې ولایت کې د کرنيزو درمل پلورنځيو څارنه او نظارت کړی دی.
ددې څارنې موخه دبې کيفيته او تر وخت تېرو درملو برسي کول وو.
ددې څارنې په ترڅ کې د اړوندو چارواکو له خوا زياد شمېر بې کيفيته او تر وخت تېر درمل راټول شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې په غزني کي زياد شمېر حیواني او نباتي درملتونونه موجود دي چې تر دې مهاله یې کرنې ریاست ډېر شمېر پر شرایطو برابرو مرکزونو ته د کار جوازونه ورکړی دي او د پاتې نورو کسانو لپاره به هم د طرزالعمل مطابق جوازونه ورکړل شي.
ددې پروسې موخه دادی، چې غزني کې دغه ډول مراکز معیاري او په ټولو مسلکي شرایطو برابر شي، ترڅو بزګرو او مالدارو ته معیاري او مسلکي خدمات وړاندې او په راتلونکي کې د غیر مسلکي اشخاصو او نورو احتمالي خطراتو مخه ونیول شي.
