غزني کې د زعفرانو د پروسس مرکز فعالیت پیل کړ

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۳:۵۰
غزني کې د زعفرانو د پروسس مرکز فعالیت پیل کړ

۱۷ لړم ۱۳۹۹
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې د کرنې وزارت په مالي او تخنیکي همکاریو په دې ولایت کې د خصوصي سکټور له خوا د زعفرانو د پروسس مرکز خپل فعالیت پیل کړی دی.
د غزني د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت له خوا د بهار غزنه خصوصي شرکت سره د زعفرانو د پروسس د عصري توکو مرسته او تخنیکي همکارۍ ددې لامل شو، چې سږکال یاد شرکت د زعفرانو د پروسس چارې پیل کړي.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست رییسعبدالولي کوچی وایې، د بهارغزنه په نوم خصوصي شرکت سږکال د زعفرانو پروسس پیل کړ، چې په ورځني ډول ۳۰۰زره کیلو ګرامه خالص زعفران پروسس او بسته بندي کوي.
د یاد مرکز د جوړېدو موخه په غزني ولایت کې د زعفرانو د کرکېلې پراختیا، په معیاري ډول د زعفرانو پروسس او د کروندګرو د ستونزو هوارول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۲
Background image

ننګرهار کې به سږ کال د جلغوزیو له قدرتي ځنګلونو څخه ۱۴۰ مټریک ټنه جلغوزې ترلاسه شي

۱۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو د معلوماتو په اساس، د روان کال په ترڅ کې به د دې ولایت د جلغوزیو له قدرتي ځنګلونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۲
Background image

ننګرهار کې به سږ کال د جلغوزیو له قدرتي ځنګلونو څخه ۱۴۰ مټریک ټنه جلغوزې ترلاسه شي

۱۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو د معلوماتو په اساس، د روان کال په ترڅ کې به د دې ولایت د جلغوزیو له قدرتي ځنګلونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۳۴
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۱۰۰ بېوزلو کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۱۲ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی په څلورو کلیو کې له ۱۰۰ مستحقو او بېوزلو کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه، چې موخه یې د دغو کورنیو. . .

بازگشت