سږ کال د کندهار له لارې د انارو صادرات ۲۲ زره ټنو ته رسېدلي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۸
سږ کال د کندهار له لارې د انارو صادرات ۲۲ زره ټنو ته رسېدلي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۴ هـ.ل کال په اوږدو کې له کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته د انارو صادراتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده. د کندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو د آمریت د رپوټ له مخې، تر دې دمه ۲۱ زره او ۸۷۰ ټنه انار صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ستر پرمختګ بلل کېږي.
د کندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر، انجنیر ایمل حکیمي وایي چې د انارو د صادراتو بهیر د کندهار د کرنې ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ او د افغان ملي سوداګرو په مالي ملاتړ ترسره شوی دی. د ده په وینا، کندهاري انار سږ کال تر ډېره مالیزیا، روسیې، پاکستان او ازبکستان ته صادر شوي دي.
مسؤولین وايي چې د اسلامي امارت پالسي د صادراتو پراختیا او د وارداتو د کمولو پر بنسټ ولاړه ده. د همدې هڅو په نتیجه کې، د کندهار د انارو صادراتو کچه چې تېر کال یوازې شاوخوا ۷ زره ټنه وه، سږ کال په بې‌ساري ډول لوړه شوې او نږدې ۱۵ زره ټنه زیاتوالی یې موندلی دی.
سوداګر او کرنیز مسئولین دا پرمختګ د کندهار د کرنیزو محصولاتو لپاره د نړۍوال بازار د پراخېدو مهم ګام بولي او هیله څرګندوي چې د صادراتو بهیر به لا هم پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

خوست کې د اقتصادي ځان‌بسیاینې پروګرام؛ ۱۵ مستحقو کورنیو ته د خیاطۍ او لبنیاتو پروسس توکي ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه ۱۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۱۱
Background image

ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸. . .

بازگشت