سوېل ختیځ زون کې اته زره او ۱۰۰ هکټاره طبیعي ځنګلونه رغول شوي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۹:۱
سوېل ختیځ زون کې اته زره او ۱۰۰ هکټاره طبیعي ځنګلونه رغول شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو ریاست چارواکي وایي، چې دوی په هېواد کې د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. په همدې موخه ددې ریاست له خوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د طبیعي ځنګلونو د بیارغونې په پار سلګونه کورني قوریې جوړې شوي دي او ترڅنګ يې په یوشمېر ولایتونو کې د ځنګلونو د ساتنې او بیا احداث په پار د عامه پوهاوی کمپاین هم پیل شوی دی. د دغو کمپاینونو موخه د ځنګلونو د پرې کېدو مخنیوی، د پرې شوي ځنګلونو په سیمه کې د ځنګلونو بیا رغونه او خلکو ته ددې ملي شتمنۍ د کټو پوهول دي.
د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو د ریاست د معلوماتو له مخې یوازې د سوېل ختیځ زون په درېوو ولایتونو «خوست، پکتیا او پکتیکا» کې اته زره او ۱۰۰ هکټاره طبیعي ځنګلونه رغول شوي دي.
د کرنې وزارت له خوا په دې وروستیو کې د کورنیو قوریو پروژه په لاره اچول شوې وه، چې په ترڅ کې یې په یادو درېوو ولایتونو په هر ولایت کې د ځنګلوالۍ ۳۶ ټولنې، چې هر یوه یې ۱۱ غړي لري رامنځته شوي دي او دغو ټولنو ته د کورنیو قوریو د جوړولو اړین توکي هم په واک کې ورکړل شوي دي. ددغو هلو ځلو په ترڅ کې د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې د جلغوزیو او چهارمغزو دوه زره او ۷۰۰ هکټاره ځنګلونه بیا رغول شوي دي.

د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې طبیعي ځنګلونه شتون لري، خو په سوېل ختیځ زون کې بیا پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي، چې ددې زون د نورو ولایتونو په پرتله ډېر طبیعي ځنګلونه او ګڼ شمېر ځنګلي مېوې لري.

د کرنې وزارت دطبیعي سرچینو د معلوماتوله مخې، د پکتیا ولایت د ۱۰۷ زره او ۲۲۰ هکټاره ځمکې په درلودلو سره ۲۰.۳ سلنه ځمکه یې طبیعي ځنګلونه پوښلي، چې ډېره برخه یې د جلغوزې ځنګلونه دي. دغه ځنګلونه ددې ولایت د علي خېل،ځاځي میدان، لجه منګل، احمد خېل، څمکنۍ، ډنډپتان، جاني خېل، ځدراڼ او سیدکرم ولسوالیو کې پراته دي.

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد دین مومند وایي، چې په دې ولایت کې د غوزانو او جلغوزیو د ځنګلونو د بیارغونې په پار ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي. د ښاغلي مومند په خبره د ۳۶۰ کورنیو قوریو ترڅنګ د پکتیا په پنځو ولسوالیو کې د ځنګلوالۍ ۳۶ ټولنې هم جوړې شوي، چې په ترڅ کې یې د جلغوزیو او غوزانو څه باندې دوه میلیونه نیالګي تولید او په دې ولایت کې دوه زره او ۷۰۰ هکټاره تخریب شوي ځنګلونه رغول شوي دي.

د پکتیا ترڅنګ خوست هم هغه ولایت دی، چې په دې وروستیو کلونو کې یې طبیعي ځنګلونو ته ډېره پاملرنه شوې. د خوست غرونه، د سون لرګيو د ونو تر څنګ مېوه لرونکې ونې لکه، جلغوزې، څېړۍ، ښوون (زيتون) ګورګورې، د مزرو سکري او چهارمغز لري. د خوست ۲۸ سلنه ځمکه طبیعي ځنګلونه پوښلي. دخوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو په پار هلې ځلې کوي او په همدې موخه ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو « موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده» کې ۳۶۰ کورني قوریې جوړې کړي دي.

د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري وویل، چې ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیاروغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو کې، چې په کې د موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده ولسوالۍ شامل دي ۳۶۰ بزګرانو ته د جلغوزې او چهارمغزو کورني قوریې جوړې شوي دي. ښاغلی نوري وایي، چې په یادو ولسوالیو کې د جلغوزې او چهارمغزو د دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګیو د تولید په پار ۳۶۰ بزګرانو ته داسې قوریې جوړې شوي دي، چې هر یوه قوریه یې د شپږ زره نیالګیو د تولید وړتیا لري او دوه زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه به پر ځنګل وپوښل شي.

دغه راز د خوست ترڅنګ پکتیکا هم د پراخو ځنګلونو درلودونکی ولایت دی، چې په کې پراخ ځنګلونه او څړځایونه شتون لري. ددې ولایت ۶۴۰ هکټاره ځمکه طبیعي ځنګلونه پوښلي.

د پکتیکا ولایت له ځنګلونو څخه په منځنۍ کچه د کال ۱۰ تر ۱۳ زره ټنه جلغوزې په لاس راځي، چې د کورنیو بازارونو ترڅنګ نړیوالو مارکېټونو ته هم صادریږي.

د دې ولایت د ځنګلونو د بیا احیا لپاره هم په دې وروستیو کې هڅې کړندي شوي دي. د پکتیکا د ځنګلونو د احیا په پار ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې ۷۰ کورني قوریې جوړې شوي دي، چې په هره قوریه کې یې د جلغوزیو او چهارمغزو شپږ زره نیالګي روزل کیږي. د یادو قریو روزل شوي نیالګي ددې ولایت د ځنګلونو په تخریب شویو سیمو کې اېښودل کیږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورو ولایتو ترڅنګ د پکتیکا ولایت د ځنګلونو د احیا او خوندي کولو په پار هڅې پیل کړي دي او ددې ترڅنګ د یاد ولایت بزګرانو، بڼوالو اومالدارانو ته د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په پار هلې ځلې کوی او داسې لارې چارې لټوي، چې ورسره د دوی د عوایدو کچه لوړ شي.

پکتیا، خوست او پکتیکا د افغانستان د جلغوزیو، چارمغزو او طبیعي ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د طبیعي ځنګلونو د بيا رغونې په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت