سمنګان ته دکرنې وزیر سفر او ددې ولایت والي سره لیدنه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۱:۴۲
سمنګان ته دکرنې وزیر سفر او ددې ولایت والي سره لیدنه

۷ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر مولوی عطاءالله عمري د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په دوام سمنګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمنګان ولایت والي مولوی عبدالاحد فضلي سره وکتل. په دې کتنه کې د سمنګان ولایت د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو هوارولو، د بېوزلۍ دکچې ټیټولو او په سمنګان کې د کرنې د پراختیا په پار خبرې وشوې.
دکرنې وزیر ولایتونو ته د خپل سفر موخه د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو هوارولو په پار له دوی سره لیدنه کاته او د ولایتونو د ټولیز کرنیز وضعیت ارزونه وبلله او ویې ویل: «زما له مسوولیتونو څخه یو هم ولایتونو ته تلل او د خلکو ستونزې او نظریات اورېدل او له حکومتي چارواکو سره لیدل دي، ترڅو راتلونکې کې په پوره پوهه او د شرایطو په درکولو سره پر بنسټیزو کرنیزو او اوبولګولو پروژو کار وکړو.

سفر وزیر زراعت به سمنگان و دیدار با والی آن ولایت
۶ جدی ۱۴۰۱هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در ادامه سفر به ولایت‌های شمالی کشور به ولایت سمنگان سفر کرده و با مسوولان محلی آن ولایت دیدار کرد.
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری درجریان سفر به ولایت سمنگان با مولوی عبدالاحدفضلی والی سمنگان دیدار کرد که در این دیدار در مورد  رسیدگی‌به مشکلات دهقانان و مالدارن ولایت سمنگان، تلاش به منظور کاهش فقر و انکشاف زراعت در سمنگان صحبت گردید.
وزیر زراعت هدف از سفرش به ولایت‌ها را دید و بازدید با دهقانان و مالدارن جهت رفع مشکلات شان و بررسی کلی وضعیت زراعتی و مالدارن ولایات عنوان کرده گفت « که یکی از مسوولیت من  رفتن به ولایات و شنیدن مشکلات و نظریات مردم و دیدار با مسوولان حکومتی می‌باشد تا در آینده روی راه‌اندازی پروژه‌های  زیربنایی زراعتی و آبیاری  آگاهانه و با درک شرایط موجود کار نمایم.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت