زابل کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو د جوړولو لړۍ پیل شو

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۱:۳۱
زابل کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو د جوړولو لړۍ پیل شو

۵ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د زابل ولایت په مرکز کلات او ددې ولایت په شاجوی، شینکی او شهر صفا ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو د جوړولو لړۍ پیل کړ.
د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  رییس صفت الله نبي زاده وایي «د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په مرسته د زابل ولایت په مرکز کلات او ددې ولایت په شاجوی، شینکی او شهر صفا ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړیږي، چې د یادو فارمونو د جوړولو لړۍ پیل شوې ده.»
ښاغلی نبي زاده وايي، چې د دغو ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل کیږي.
د زابل د کرنې د رییس په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
صفت الله نبي زاده دغه راز وویل، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.
دغه پروژه د بېوزلو کورنیو د خوړو خوندیتوب، اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه پلي کیږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۳
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په هېواد کې د نباتي او حیواني درملو پر کورني تولید ټینګار وکړ

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ترکیې د «سدید» شرکت له بنسټګر او رییس عمیر محمد صادق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د نیمروز ولایت د ترک او خشک سیمو د کانالونو پروژو د سپارلو په اړه غونډه وشوه

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء مقام د چارو ادارې د استازو، د دواړو ادارو د رییسانو، سلاکارانو او انجنیرانو په ګډون، د کرنې، اوبو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د کرنې وزیر د فاریاب ولایت د کرنې ریاست له چارواکو او کارکوونکو سره وکتل

۲۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو. . .

بازگشت