زابل کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۳۷
زابل کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

 د زابل  ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو پلاوی غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د زابل ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه، په کې د زابل ولایت د کرنې رییس مولوي عطاء الله راشد، د عدلیې رییس الحاج مولوي عبدالوارث خلیل، د ښارجوړونې رییس ملا دادګل مسلم، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي عبدالوکیل خادم، د ارشاد حج او اوقافو رییس مولوي محمد اسلام واسع، د زابل ولایت مستوفي مولوي نور الحسن محسن او د قضایاوو امارت نماینده محمد موبین  د غړیو  په توګه ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.
دغه راز په دې غونډه کې د مرکز کلات، شاه جوی او شهر صفا د یوشمېر عاریضونو دوسیې وڅېړل شول او له دوی سره د موضوع په هکله خبرې اترې شوې.
باید وویل شي، چې زابل کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د خوست سپېرې ولسوالی کې د اوبو مهارولو پروژې چارې پیل شوې

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د سپېرې ولسوالی په درېیو کلیو (ښنګ، تروه او ډانډکي) کې د اوبو مهارولو پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

خوست کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات عوایدو د تنظیم او محاسبې آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۲
Background image

د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې د استملاک قانون د مسودې د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. 
په دغه غونډه کې، چې د کرنې وزارت د اراضۍ ریاست د ارزونې، استملاک او. . .

بازگشت