زابل کې د غنمو ١٢ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۹:۵۷

د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د دې ولایت  په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې د اصلاح شوو غنمو ۱۲ ننداریزې کروندې جوړېږي.
په همدې موخه د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
د زابل دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت ۱۲ تنه مخکښه بزګرانو هر یوه ته، ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره، ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره ورکړل شوه.
دوی زیاته  کړه، چې ددغو ننداریزو کروندو له کښت کولو څخه مو موخه داده، چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښودل شي، چې نورو سیمه ییزو تخمونو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه کتاري شکل کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو کروندو اهمیت په نښه او راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
 همدارنګه له وېش څخه وړاندې ګټه اخیستونکو بزګرانو ته د یادو کروندو د کرلو څخه تر حاصلاتو راټولو پورې لارښوونه هم وشوه.
په پای کې ګټه اخیستونکو بزګرانو خوښي وښوده، چې ورته دغنمو ننداریزې کروندې جوړېږي دوی د کرنې ریاست هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۷
Background image

لغمان کې په بڼونو د لایم سلفر د استعمال کمپاین پیل شو؛ بڼونه د آفتونو پر وړاندې وقایه کېږي

۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د بوټو ساتنې لوی مدیریت د خپل عملیاتي پلان له مخې د لایم سلفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۱۲
Background image

خوست او پکتیا کې جبري راستنو شوو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش په تړاو د همغږۍ او چمتوالي غونډې ترسره شوې

۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم او شفقت له مخې، د خوست او پکتیا په ولایتونو کې د جبري راستنوشوو اړمنو کډوالو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۱۵
Background image

کندهار کې پر سلګونو کورنیو د کورنیو بنګیو جوړولو توي او د سبو تخمونه ووېشل شول

۲۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډي‌آرسي» سازمان په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې« اواچ‌ډبلیو» په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

بازگشت