زابلي مالدارانو ته د عامه پوهاوي پروګرام دائر شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۳:۲۹
زابلي مالدارانو ته د عامه پوهاوي پروګرام دائر شو

۸ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو د هالنډ کمېټې له لوري زابلي مالدارانو ته د وړیو، ګرګ یا پشم د پروسس او اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې د عامه پوهاوی پروګرام ترسره او ترڅنګ یې د یادې کمټې له خوا د زابل ټولو ولسوالیو کې مالدارانو ته د څارویو درمل هم کړل شوي دي.
د افغانستان جنوب کې د هالنډ کمېټې عملیاتي مسؤل فضل الله سيفي وویل له زابلي مالدارانو سره د دوی مرستې دوام لري، په خبره يې غواړي چې مالداران ته  مسلکي ورکشاپونه ورکړي، ترڅنګ يې ورته اړوند وسايل هم وېشلي دي.
د زابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاالله راشد د خوښي په څرګندولو سره وویل، لیري نه ده چې د مالدارۍ برخه کې به زابل لا زیات پرمختګ وکړي هغه هیله وښوده، چې همکاره موسسات خپله پاملرنه نوره هم زیاته کړي.
له دې پروګرام څخه برخمن شوي مالداران د هالند کمېټې له چارواکو وغوښتل، چې دې ته ورته نور پورګرامونه دې هم ورته پلي او ترڅنګ یې له دوی سره د څارویو د درملو مرستې وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت