راستنو شویو کډوالو وضعیت ته درسېدنې په پار تورخم ته د کورنیو چارو وزیر سفر 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۰:۳۶
راستنو شویو کډوالو وضعیت ته درسېدنې په پار تورخم ته د کورنیو چارو وزیر سفر 

۱۸ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
تورخم کې د راستنو شویو افغانانو د لیدو او د دوی ستونزو ته درسېدنې په پار د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د یو پلاوي په مشرۍ د راستنو شویو کډوالو په پنډغاله کې له راستنوشویو کورنیو او مسوولینو سره په داسې حال کې وکتل، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند او یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د تورخم راستنېدونکو کډوالو پنډغالي کې له راغلو ګډوالو سره له نږدې ولیدل او دوی ته یې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
نوموړي افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت روان چلند له انصافه لرې وبله او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د خپلو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او دوی ته به په ټولو برخو کې اسانتياوې رامنځته کړي.
نوموړي په یاد پنډغالي کې د ټولو کمېټو له هلو – ځلو مننه وکړه او کډوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې دلته به ورته اسلامي امارت ټولې اسانتیاوې او چوپړتیاوې برابرې کړي.
يو شمېر بېرته راستنو شويو هېوادوالو په موقتي کمپ کې د رامنځته شويو سهولتونو، مسئولينو او هېوادوالو له لوري د تود هرکلي او ښه خدمت له امله مننه وکړه او هېواد ته په راتګ يې خوښي څرګنده کړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۲:۵۵
Background image

کونړ کې پر سلګونو مالدارانو د حیواني خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ایټالویانو «نه انلوس» دفتر په مالي ملاتړ سره د دغه ولایت په مرکز اسعداباد کې پر ۸۶. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۵۳
Background image

نورستان کې د بڼونو او ونو خونديتوب په پارهڅې؛ د ژمني تېلو پاشلوپروګرام پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو او ونو خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار په دې ولایت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۴۸
Background image

لغمان کې ۱۷۶ مالدارانو ته د څارویو متراکم خوراکي توکو او نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د نه انلوس همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار ۱۷۶ مالدارو کورنیو ته د څارویو. . .

بازگشت