راتلونکې کلونو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې(UNDP) فعالیتونه زیاتېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۵:۱۵
فعالیت‌های برنامه انکشافی سازمان ملل(UNDP) در سال‌های آینده افزایش می‌یابد

۱۵  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۲ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې «UNDP» مرستیالې مېرمن سورایو سره دکتنې په ترڅ کې د کارونو پر همغږۍ او د مالدارۍ او کرنیزو پروژو پلي کولو په پار خبرې کړې.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان خلکو سره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مخکنیو مرستو او همکاریو څخه مننه او قدراني وکړه او زیاته یې کړه: «د څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کې د افغانستان خلک ډېر زیات متضرر شوي دي، دوی زیاتې مرستې ته اړتیا لري، د ملګرو ملتونو د ادارې د جوړولو فلسفه هم د انساني مرستو لپاره ده ترڅو اړمنو خلکو سره مرستې او همکارۍ وکړي، د خلکو ستونزې وویني او پر بنسټ یې خپل پلان جوړ او خپلې پروژې پلي کړي.»
دغه راز ښاغلی صدراعظم خلکو لپاره د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د لارښوونې غوښتونکی شو او ویې ویل: «د همکاریو ترڅنګ ستاسو سلا مشورو ته اړتیا ده، ترڅو د افغانستان خلک له دې وضعیت څخه خلاص شي، اوس چې تاڅو بېلابېلو ولایتونو ته تللې یاست او د خلکو ستونزې مو لیدلي دي، پوهېږئ چې خلک په کومو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري، اوس امنیت ټینګ دی او له ستونزې پرته د هېواد هر ګوډ ته چې وغواړئ تللی او پروژې پلي کولی شئ. اسلامي امارت تاسو ته ډاډ ورکوي، هر چېرې چې تاسو وغواړئ کار وکړئ در سره همکاري کوي.»
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مرستیالې مېرمن سورایو هم د خپلو فعالیتونو پر دوام خبرې وکړې او ویې ویل: «د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته مې سفرونه کړی دی، پوهېږم چې خلک کومې ستونزې لري، په یوشمېر ولایتونو کې کار شوی دی، خو په یوشمېر ولایتونو کې ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږي، په ولایتي سفرونو کې مې له خلکو او د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو سره کتلي دي، په دې سفرونو کې په ډاګه شوه، چې په کومو برخو کې باید کار وکړو په همدې موخه راتلونکې درو کلونو لپاره ښې برنامې لرو.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکې، چې د لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو ته یې سفرونه کړې دي وایي، چې خلک په زېربنا او پایښت لرونکو برخو کې همکاریو ته اړتیالري، چې ملګرې ملتونه پرې کار کوي.
مېرمن سورایو زیاته کړه، چې د معیشیت، کرنې او اوبولګولو په برخه کې د راتلونکې درو کلونو لپاره ډېر شمېر پروژې لري، چې په ۳۴ ولایتونو کې یې پلي کوي.
«دا چارې مو د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون او د هېواد د اقتصاد لوړولو په پار په لاره اچولي دي، هلې ځلې کوو، چې پایښت لرونکې فعالیتونه ولرو، ترڅو د بزګرانو په ژوند کې بدلون راشي.»
دغه راز په دې غونډه کې د سړوخونو، شنوخونو او د اوبولګولو د کانالونو پر جوړولو او له طبیعي پېښو څخه زیانمنو خلکو سره د مرستې په پار هم خبرې اترې وشوې.

فعالیت‌های برنامه انکشافی سازمان ملل(UNDP) در سال‌های آینده افزایش می‌یابد
۱۵ قوس ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با خانم سورایو معاون برنامه‌های انکشافی سازمان ملل (UNDP)  دیدار کرد و در این دیدار روی هماهنگی کارها و راه‌اندازی پروژه‌های زراعتی و مالداری صحبت گردید.
در این دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت از همکاری‌های گذشته برنامه‌های انکشافی سازمان ملل که با مردم افغانستان انجام‌داده‌اند سپاسگزاری نموده افزود:" مردم افغانستان در چهاردهه جنگ زیاد متضرر شده‌اند، به همکاری بیشتر نیاز دارند. فلسفه تاسیس سازمان ملل هم بخاطر کمک‌های انسانی می‌باشد تا به مردم نیازمند همکاری کنند، مشکلات مردم را ببینند و بر اساس آن برنامه‌ریزی نموده و پروژه‌های شان را راه‌اندازی کنند".
همچنان آقای صدر اعظم خواستار رهنمایی سازمان ملل در بخش خدمت رسانی به مردم شده گفت" در کنار همکاری به مشوره‌های شما نیاز است از وضعیت فعلی مردم افغانستان بیرون شوند، حال که شما به ولایت‌های مختلف رفته و مشکلات مردم را دیده‌این، می‌دانید که مردم در کدام بخش‌ها نیازمند همکاری می‌باشند، حالا امنیت تامین است و بدون مشکل می‌شود به هر منطقه‌ای از وطن رفت و پروژه‌ تطبیق کرد، امارت اسلامی به شما اطمینان می‌دهد که هر جای شما بخواهین کار کنید همکار می‌باشد".
خانم سورایو معاون برنامه‌های انکشافی سازمان ملل نیز از ادامه و افزایش فعالیت‌های شان خبرداد.
او گفت:" من به ولایت‌های مختلف افغانستان سفر کرده‌ام، می‌دانم که مردم چه نیازهایی دارند، در بعضی ولایت‌ها کار شده و در بعضی ولایت‌ها نیاز است بیشتر کار صورت گیرد، در سفرهای ولایتی با مردم و مسوولان محلی امارت اسلامی دیدار داشتیم، در این سفرها معلوم شد که در کدام بخش‌ها کار کنیم و برنامه‌های خوبی در سه سال آینده‌داریم".
این مقام سازمان ملل که به ولایت‌های لوگر، پکتیا؛ خوست، پکتیکا، کندهار و ننگرهار سفر داشته می‌گوید که مردم در بخش‌های زیر بنایی و پایدار نیازمند همکاری می‌باشند که سازمان ملل برای آن‌ها کار می‌کند.
بانو سورایو افزود اداره ایشان در بخش‌های معیشیت، زراعت و آبیاری برای سه سال آینده پروژه‌های زیادی دارد که در ۳۴ ولایت تطبیق می‌کند.
" این کارها را بخاطر آوردن تغییر مثبت در زندگی مردم و بلند بردن اقتصاد مملکت راه‌اندازی می‌کنیم، کوشش می‌کنیم فعالیت‌های پایدار داشته‌باشیم تا در زنده‌گی دهقانان بهبود بیاید". 
 همچنان در این نشست روی احداث سردخانه‌ها، سبزخانه‌ها، کانال‌های آبیاری و کمک به مردم آسیب‌دیده آفت‌های طبیعی صحبت گردید.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۲۳
Background image

کندهار څخه روسیې ته د ۵۰ متریک ټنه مڼو د صادراتو بهیر پیل شو

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ، د «کندا فروټ» خصوصي شرکت له‌خوا روسیې ته د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د کرنې وزارت د اطلاعاتو اوعامه پوهاوی رییس او ویاند د کندهار په ولایت کې د میلکو شرکت څخه لیدنه وکړه

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتواو عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال د چارو ادارې د پروژو د همغږۍ له رییس سره وکتل

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د اسلامي امارت د چارو ادارې د پروژو د همغږۍ له. . .

بازگشت