د کونړ منورې ولسوالی کې ۱۵۱ بېوزلو او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۴۶
د کونړ منورې ولسوالی کې ۱۵۱ بېوزلو او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د«انوولوس» مؤسسې له خوا د کونړ ولایت د منورې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۱۵۱ بېوزلو، بې‌سرپرسته او معلولو کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې.
د کونړ ولایت دکرنې رییس مولوی محمد سرور صادق وویل، چې د یادې مرستې لپاره د نوم لیکنې لړۍ وړاندې تر سره شوې وه او اوس هرې مستحقې کورنۍ ته دوه راسه نسلي وزې ورکړل شوې، څو خپلې لبنیاتي اړتیاوې پوره او اضافه محصولات یې بازار ته وړاندې کړي.
د ده په وینا، د دې مرستې موخه د بېوزلو او بې‌سرپرسته کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، مېرمنو ته کور دننه د کار زمینه برابرول او د هغوی د عایداتو د کچې لوړول دي، ترڅو په راتلونکي کې د اړتیا پر وخت پر ځان بسیا شي.
د یادو کورنیو د ټاکلو او وېش چارې د ګډو کمېټو لخوا په روڼ او شفاف ډول ترسره شوي، ترڅو مرسته یوازې مستحقو او اړمنو کورنیو ته ورسېږي.  
دا اقدام د بېوزلو کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا او د هغوی لپاره د دوامداره عاید رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.د افغانستان په غرنیو سیمو کې، بېوزلې کورنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې د مالدارۍ وړې پروژې کولای شي د هغوی د ژوند کیفیت ښه کړي.


در ولسوالی مَرَوَره ولایت کنر به ۱۵۱ خانواده بی‌بضاعت و معلول بزهای نژادی توزیع شد
به همت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کنر و با همکاری مؤسسه «انوولوس»، به ۱۵۱ خانواده بی‌بضاعت، بی‌سرپرست و معلول در روستاهای مختلف ولسوالی مَرَوَره ولایت کنر بزهای نژادی توزیع گردید.
مولوی محمد سرور صادق، رئیس زراعت کنر، گفت که روند ثبت‌نام برای این کمک‌ها قبلاً انجام شده بود و اکنون به هر خانواده مستحق دو رأس بز نژادی داده شد تا نیازهای لبنیاتی خود را رفع کرده و محصولات اضافی را به بازار عرضه کنند.
به گفته وی، هدف از این کمک تقویت اقتصادی خانواده‌های نیازمند و بی‌سرپرست، فراهم کردن زمینه کار خانگی برای زنان و افزایش سطح عواید آنان است تا در آینده در زمان نیاز بتوانند روی پای خود بایستند.
امور انتخاب و توزیع این خانواده‌ها توسط کمیته‌های مشترک به‌گونه شفاف و عادلانه اجرا گردید تا کمک‌ها تنها به دست خانواده‌های واقعاً مستحق برسد.
این اقدام با هدف تقویت اقتصاد خانواده‌های فقیر و ایجاد عاید پایدار برای آنان عملی گردیده است. در مناطق کوهستانی افغانستان، خانواده‌های بی‌بضاعت با مشکلات جدی اقتصادی مواجه‌اند و پروژه‌های کوچک مالداری می‌تواند کیفیت زندگی آنان را بهبود بخشد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت