د کندهار ښورابک کي د ۱.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یو کانال جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۳
د کندهار ښورابک کي د ۱.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یو کانال جوړولو چارې پیل شوې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه او د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندې ددې ولایت د ښورابک ولسوالی به پنج پای سیمه کي د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو د یو کانال جوړولو چاري پیل شوې. 
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چي یاد کانال د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي سره د کرنې وزارت په پراختیایي بودیجه جوړېږي، چي  اوس مهال یې د جوړولو چاري د کډو مسؤلینو په حضور کي پیل شوي، ترڅو د یادې ولسوالی لپاره د اوبو رسول اسانه شي او ترڅنګ یې سلګونه کروندګر ترې ګټه پورته کړي. 
د یاد کانال جوړولو موخه  لرو پرتو ولسوالیو لپاره د اوبو رسولو د لېږد اسانتیاوې برابرول، د اوبو لیږد اسانه کول، د کروندګرو ستونزې ته په معیاري او ښه ډول لاس رسي او د هغوی اقتصادي ملاتړ دي.
د یادوني وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کندهار د میانشېن ولسوالی په میانه سیمه کي هم د اوبو زېرمه کولو یو ستر چکډېم د پارچاوې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت