د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه
۹ وری ۱۴۰۵ه.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي، ځنګلي او نیمه ځنګلي بوټو د پرېکولو او ناقانونه انتقال مخنیوي په موخه پراخ ګرځنده کمپاینونه ترسره کړل.
یاده څارنه د دې لپاره ترسره سوه ترڅو د سیمې اوسیدونکي د قدرتي شتمنیو په ارزښت پوه سي او په ساتنه کې یې جدي ونډه واخلي. مسؤلینو وویل، چې هېڅ ډول زیانمن فعالیت ته به اجازه ورکوي او په دې برخه کې به لا زیات اقدامات ترسره کړي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایی، چې خلک دې د ملي شتمنیو د زیانمن کولو څخه ډډه وکړي، او هر څوک باید د ملي شتمني په ساتنه کي خپل مسؤلیت اداء کړي. او هغه کسان چې ملي شتمني زیانمنوي او سرغړونه کوي قضایي او عدليي ارګانونو ته به و سپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کندهار د کرنې ریاست د ملي شتمنیو ساتني او قدرتي ځنګلونو، ریګي بوټو او نباتاتو د ناقانونه انتقال په موخه ګرځنده کمپاینونه زیات کړي دي.
