د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي او ریګي بوټو د ناقانونه انتقال او پرېکولو مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي او ریګي بوټو د ناقانونه انتقال او پرېکولو مخه ونیول شوه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د امنیتي مسؤلینو په ګډه همکارۍ، د پنجوايي په ولسوالی کې د طبیعي، ځنګلي او ریګي بوټو د پرېکولو او ناقانونه انتقال مخنیوي لپاره ګرځنده کمپاینونه ترسره شول، چې د دې کمپاین په ترڅ کې،  د یادې ولسوالی نوروزي کلی د رود غاړي ته څیرمه سیمه کې د ځنګلي بوټو د پرېکولو او ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه.
سؤلین وايي، یو تن سیمه ییز  اوسیدونکي هڅه کوله چې دغه بوټي په غیرقانوني ډول پرې کړي او وروسته یې انتقال کړي، خو د مسؤلینو له‌خوا دا ناقانونه عمل په خپل وخت ودرول شو.
د پنجوايي ولسوالی چارواکي زیاتوي، چې د ځنګلونو د ساتنې، پرېکولو د مخنیوي، او عامه پوهاوي لپاره یې څارنیزې هڅې پیاوړې کړي دي. د دې هڅو په لړ کې، د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د ځنګلي بوټو د ارزښت، ساتنې او د پرېکولو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکړل شوي دي.
نوموړي زیاتوي؛ مسؤلینو د سیمې خلکو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې د ځنګلونو له پرېکولو ډډه وکړي، ترڅو د طبیعي شتمنیو ارزښت ته متوجه شي او په ساتنه کې فعاله ونډه واخلي. هغوی ټینګار وکړ چې هېڅ ډول ناقانونه فعالیت ته به اجازه ور نه کړي او د ځنګلي بوټو د ساتنې لپاره به نور اقدامات هم ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د طبیعي ځنګلونو، ریګي بوټو او نباتاتو د ساتنې لپاره په کندهار کې ګرځنده کمپاینونه زیات شوي دي. چې د دې کمپاینونو په لړ کې، تېره اوونۍ هم درېګستان، ډنډ او بولدک ولسوالیو کې د سسې بوټو د ناقانونه انتقال مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت