د کندهار نېش کې د څارویو لپاره د وقایوي واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۹:۵۶
د کندهار نېش کې د څارویو لپاره د وقایوي واکسین کمپاین پیل شو

په کندهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ او د نېش ولسوالۍ کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په تخنیکي همکارۍ، د چیچک او طاعون ناروغیو د مخنیوي په موخه د څارویو واکسین پیل شو.
د نېش ولسوالۍ په زرګونو څارویو لپاره وقایوي واکسین کمپاین پیل شوی، چې موخه یې د چیچک) او طاعون  ناروغیو مخنیوی دی. د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د هالنډ کمېټې په مالي همکارۍ دغه کمپاین تر سره کېږي، چې ۵۴۰۰ کوچنیو څارویو ته به واکسین ورکول شي. د دې اقدام له لارې هڅه کېږي چې د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي او څاروي د راتلونکو احتمالي وباو څخه وژغورل شي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي چې د چیچک او طاعون ناروغۍ د څارویو د مړینې لامل ګرځي او د مالدارانو اقتصاد ته جدي ګواښ پېښوي. له همدې امله، د دې وقایوي واکسین کمپاین په ځانګړې توګه د مالدارانو سره د همکارۍ په موخه ترتیب شوې ده، ترڅو د ناروغیو له امله ممکنه زیانونه کم شي او د څارویو روغتیا خوندي شي.
ځایي اوسېدونکي د واکسین د دې کمپاین له امله خوښ دي او د کرنې ریاست او هالنډ کمېټې څخه مننه کوي چې د دوی د څارویو ساتنې لپاره یې هڅې کړې دي.
د دغه واکسین کمپاین د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، چې د ۸۲ زره ډوزه واکسین د تطبیق چارې پکې شاملې وې. دوه ورځې وړاندې د خاکریز ولسوالۍ کې هم ۳۱۰۰ څارویو ته واکسین تطبیق شوی ؤ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت