د کندهار نوروزي فارم کې د ځمکې کېندنې او هوارولو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۱:۵۷
د کندهار نوروزي فارم کې د ځمکې کېندنې او هوارولو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې لارښوونې او پراختیایي بودیجې له مخې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د یوه خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو او کرنیزو چارو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د نوروزي فارم د کرنیزو اصلاحاتو چارې روانې دي.  
د دې پروژې په لړ کې، د ۳۸۳ جریبه ځمکې د کېندنې، لېزر لیول کولو او هوارولو چارې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې، چې تر دې دمه ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي.  
د چارو د کیفیت لوړولو او چټک پرمختګ لپاره، د کندهار د کرنې ریاست انجنیر نورمحمد همکار د پروژې نږدې څارنه وکړه. د څارنې پر مهال، د کار د کیفیت ارزونه وشوه او اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو ټول کارونه د تخنیکي معیارونو او کرنیزو اړتیاوو مطابق ترسره شي.  
مسؤلین وايي، د دې پروژې موخه د نوروزي فارم د ځمکې بشپړ چمتو کول دي، ترڅو کرنه اسانه او حاصلات لوړې کچې ته ورسېږي. دغه اصلاحات به د فارم پایښت ته دوام ورکړي او د کرنیزو چارو تنظیم، د اوبو متوازن وېش او د کروندګرو لپاره ګټورې اسانتیاوې رامنځته کړي.  
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د خپلو ټولو پروژو پر وخت څارنه وکړي، د کیفیت لوړتیا ته پاملرنه وکړي او د کروندګرو لپاره ګټورې پایلې تضمین کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۱۶
Background image

د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډې.آر.سې» ادارې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) په تخنیکي همکارۍ. . .

بازگشت