د کندهار لوړشاولیکوټ ولسوالی کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۹:۴۴
د کندهار لوړشاولیکوټ ولسوالی کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (ایف.اې.او) په همکارۍ، د لوړشاولیکوټ ولسوالۍ کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې دوه زره اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره د یوې شفافې پروسې له لارې ووېشل شوه.
په دې پروسه کې هغه بزګران مستحق وګڼل شول چې د ۲ څخه تر ۵ جریبه پورې ځمکه لري، اقتصادي وضعیت یې ضعیف دی او د تخم او سرې د پېرلو توان نه لري. هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره ورکړل شوه، څو بزګران د راتلونکي فصل لپاره پر وخت چمتو شي.
د دې مرستو موخه په کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو او ځمکوالو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د ډېرو حاصلاتو ترلاسه کول دي، چې د ولایت په کچه د کرنیزو تولیداتو د ودې لپاره مهم ګام دی.
په ورته وخت کې، د لوړ شاولیکوټ ولسوالی د مرستې څخه برخمن شوي بزګران هم د کندهار د کرنې ریاست او یادې ادارې څخه زیات خوښ دي، چې ورسره په اړین وخت کې اړینې مرستې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار سپین بولدک ولسوالی څه باندې ۱۲ سوه اړمنو بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت