د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۴:۳
د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه 

۳۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د سپین بولدک ولسوالۍ د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې مسؤلینو د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي، ځنګلي او ریګي بوټو د ساتنې او پرېکولو د مخنیوي کمپاین ترسره کړ.
د دې کمپاین په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ په شپږمه ناحیه کې د نیمه ځنګلي ریګي بوټو د ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه. مسؤلین وایي چې یو تن غوښتل دا بوټي په غیرقانوني ډول انتقال کړي او د شخصي موخو لپاره یې وکاروي، خو پر وخت اقدام وشو او مخه یې ونیول شوه.
ریګي بوټي د دښتي او ریګي سیمو لپاره ارزښتناک ګڼل کېږي، ځکه چې د دوی ساتنه د هوا ککړتیا کموي، د ریګ د خپرېدو مخنیوی کوي او د سیمې ایکولوژیکي توازن ساتي.
د یادونې وړ ده چې د کرنې ریاست په وروستیو کې د طبیعي بوټو د قاچاق او پرېکولو د مخنیوي لپاره ګڼ شمېر کمپاینونه ترسره کړي دي. دوه ورځې وړاندې هم د سپین بولدک ولسوالۍ پنځمه ناحیه کې د سسي بوټو د ناقانونه انتقال مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

میدان وردګو کې یوشمېر بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۵ بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

بازگشت