د کندهار دکرنې ریاست: همکارو برنامو سره سکټوري غونډه ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۹:۵۱
د کندهار دکرنې ریاست: همکارو برنامو سره سکټوري غونډه ترسره شوه

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې ددې ریاست اړوند له همکارو برنامو سره سکټوري غونډه، د ياد رياست په مشرۍ دائره شوه.
په دې غونډه کې د کندهار دکرنې رياست چارواکو سبېره د (DCA)،( CHA)،( DAI)،( ROP/AMP)،(ADA)،( FAO) مسولو چارواکو ګډون کړی وو.
د‌ غونډې په پيل کې د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د همکارو برنامو د تېرو کړنو راپور او راتلونکې پلانونه واورېدل، دوی د همکارو مؤسسو له چارواکو وغوښتل، چې همغږۍ، دوه اړخيزې همکارۍ، د ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو، اطاعت، د لارښوونو تعقيب او ټولو سيمو لاسرسی ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلی مظلوم د همکارو مؤسسو چارواکو ته وویل، چې په راتلونکې کې باید خپل فعالیتونه دکندهار ولایت لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې پلي کړي، باید دقیقه سروې ووشي، چې مستحق کسان په ګوته او مرسته ورسره ووشي او د ټولو کړنو راپور دې دکرنې ریاست سره شریک شي.
په همدې حال کې، د همکارو برنامو چارواکو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړل او ورپسې يې د راتلونکي کال په پلانونو رڼا واچوله.
د غونډې په پای کې د کندهار دکرنې ریاست چارواکو د همکارو برنامو مسولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خواخوږۍ پیغام
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
په ډېره خواشینۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په‌پار د روسیې فدراسیون ته د کرنې او مالدارۍ مرستیال رسمي سفر

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د یاد وزارت د یوه تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۴۳
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي،. . .

بازگشت