د کندهار درېیو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۴ زره ډالرو په ارزښت د سبو شنې خونې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۵:۲۱
د کندهار درېیو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۴ زره ډالرو په ارزښت د سبو شنې خونې جوړېږي

۲۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د (یو. ان. ډې. پي) ادارې په مالي ملاتړ، د کرنیزو چارو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې د کندهار ارغنداب، دامان او ډنډ ولسوالیو کې د سبو لپاره اته بابه شنې خونې جوړېږي. دغه شنې خونې چې د ۲۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړېږي، درې بابه یې د ارغنداب، درې په دامان او دوه نوریې د ډنډ په ولسوالی کې دي، چې د هرې خونې پر جوړولو شاوخوا ۳زره ډالره لګښت راځي.
د کندهار کرنیزو چارو د مېوو او سبو د پراختیا متخصص انجنیر ایمل حکیمي وویل، چې دغه شنې خونې به ۸ متره پراخوالی او ۲۰ متره اوږدوالی ولري. برسېره پر دې به د اوبو مدیریت او زېرمې لپاره یو سیستم جوړ شي، چې د یوزر او ۲۰۰ لیټرو اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.
د شنو خونو جوړولو موخه په یخ موسم کې د سبو حاصلات ترلاسه کول، کرنې ته وده ورکول، د بزګرانو ملاتړ او اقتصادي وضعیت پیاوړتیا او د کار زمینې برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د دې شنو خونو جوړولو لپاره د سیمې او بزګرانو ټاکل بشپړ شوي، او ښایي د راتلونکې اونۍ په ترڅ کې یې د پرانیستې مراسم ترسره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۱:۱۳
Background image

فراه کې وړوشخوند وهونکوڅارویو ته د طاعون ناروغۍ د مخنیوي  پروړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږي، د او،آر،ډي موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۰:۱۷
Background image

تهران کې له صنعتي شرکتونو څخه  دکرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال؛ د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تهران. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار مرستيال والي د ځنګلونو ساتنې او د لرګيو قاچاق مخنيوي په موخه دره نور ولسوالۍ ته سفر وکړ

  ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی، په داسې حال کې، چې د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن او د ځنګلونو ساتنې کميسيون غړو يې. . .

بازگشت