د کندهار دامان ولسوالی کې ۲۰ تنه مالدارانو ته د معیاري غوجلې جوړولو اړین توکي ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۶
د کندهار دامان ولسوالی کې ۲۰ تنه مالدارانو ته د معیاري غوجلې جوړولو اړین توکي ووېشل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د دامان په ولسوالی کې ۲۰ تنو مالدارانو ته د ۷۰ زره افغانیو په ارزښت د معیاري غوجلې جوړولو اړین توکي ووېشل شول.
د چارواکو په خبره تر مرستې وړاندې، د هالنډ کمیټې مسؤلینو له لوري د غوجلې جوړولو، ارزښت او ګټو په اړه هر اړخیز عامه پوهاوی ورکړل شو، وروسته بیا هر مالدار ته د ۳۵۰۰ افغانیو په ارزښت د غوجلې جوړولو لپاره سیمینټ، د درمل پاشني ډبه، چونه، کلکین، آخور، ساه‌کښونکی او ۴۰۰ عدده خښتې ووېشل شوې، ترڅو اړوند مالداران وکولای شي د خپلو څارویو لپاره یو معیاري او سالمه غوجله جوړه کړي.
د دې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ، معیاري غوجلو ته پراختیا، ننداریزې بڼې برابرول، د غوجلو د اصلاح او دودیزو بڼو پر ځای عصري او سالمو شرایطو ته لاره هوارول دي. دا کار به د څارویو ساتنې کیفیت لوړ کړي او د مالدارانو اقتصادي حالت به ورسره ښه شي.
د یادونې وړ ده، چې دوه اوونۍ وړاندې هم د پنجوایې ولسوالی ۳۳ تنه مالدارانو ته ورته مرسته وېشل شوې وه، ترڅو دا پروسه نوره هم پراخه او اغېزمنه شي.

در ولسوالی دامان ولایت کندهار به ۲۰ تن مالداران مواد لازم برای ساخت طویله‌های معیاری توزیع شد
به ابتکار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و همکاری تخنیکی کمیته هالند، برای ۲۰ تن مالداران در ولسوالی دامان این ولایت به ارزش ۷۰ هزار افغانی مواد لازم جهت ساخت طویله‌های معیاری توزیع گردید.
به گفته مسئولان، پیش از توزیع این کمک‌ها، از سوی مسئولان کمیته هالند برنامه آگاهی‌دهی همه‌جانبه در مورد ارزش، مزایا و چگونگی ساخت غوجله برگزار شد. سپس برای هر مالدار به ارزش ۳۵۰۰ افغانی مواد شامل: سمنت، صندوق پاشش دوا، چونه، کلکین، آخور، ساه‌کش و ۴۰۰ عدد خشت توزیع گردید تا مالداران بتوانند برای حیوانات خود طویله‌های معیاری و سالم بسازند.
هدف از این کمک، حمایت از مالداران، گسترش غوجله‌های معیاری، ایجاد الگوهای نمایشی، اصلاح غوجله‌ها و فراهم‌سازی شرایط سالم و معیاری به جای شیوه‌های سنتی می‌باشد. این کار کیفیت نگهداری حیوانات را بالا برده و وضعیت اقتصادی مالداران را بهبود می‌بخشد.
قابل یادآوری است که دو هفته پیش در ولسوالی پنجوایی نیز برای ۳۳ تن مالداران کمک مشابه توزیع شده بود تا این روند بیش‌تر گسترش یافته و مؤثر واقع شود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

بازگشت