د کندهار خاکریز کې د طاعون او چیچک پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۳۳
د کندهار خاکریز کې د طاعون او چیچک پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو 

٢۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د هالنډ کمیټې په مالي مرسته ددې ولایت د خاکریز په ولسوالی کې د طاعون او چیچک ناروغۍ د مخنیوي په پار د واکسین کمپاین پیل شو.
د واکیسن دغه لړۍ په ننداریز ډول د هغو مالدارانو مالونو ته ورکول کېږي، چې له کوچني حيوانات ولري، چې په تطبيق سره يې خپد دوی څاروي له دغو وژونکو ناروغيو څخه ژغورل کېږي.
ددغو واکسینونو په تطبیق سره به په دې ولایت کې د شخوند وهونکو څارویو د خوندیتوب کچه لوړه شي، چې په نېغه به د مالدارانو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
باید وویل شي، چې دغه کمپاین ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم پلي کېږي، چې په ترڅ کې به یې ۸۲ زره ډوزه واکسینونه پر څارویو پلي شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د میدان وردګو په دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو جغتو او سید آباد کې د همکارو مؤسسو. . .

بازگشت