د کندهار ارغنداب کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۰:۴۵
د کندهار ارغنداب کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «آر،یو،کې» ادارې په مالي او د اسلامي هوساینې مؤسسې په تخینکي همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب ولسوالی ۲۱۵ بزګرانو سره د اړینو توکو مرسته وکړه.
په دې مرستې کې پنځه قلمه توکي شامل دي، چې په کې هر بزګر ته « د درمل شیندنې ډبه، لاسي ګاډۍ، یوه بیلچه، یو ریک او یو ګراف هو» ورکړل شوي دي. 
د دې توکو له وېش موخه د بزګرانو ملاتړ، د هغوی اقتصادي وضعیت ښه کول او د بیوزلۍ کچه ټېټول ښودل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو، د اسلامي هوساینې مؤسسې له لورې د کندهار د ارغستان او ارغنداب په ولسوالیو کې ۷۱۵ کسانو ته بلاربې وزې هم وېشل شوې وې..

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۱۱
Background image

د کرنې وزارت اداري رییس سرپل ولایت ته د خالصه جایدادونو او عایداتي سرچینو د ارزونې په موخه سفر وکړ


۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، د خالصه جایدادونو د تثبیت او اجاره ورکولو په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل


۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري،د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې د اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دغه هېواد د انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر او مل پلاوي یې د روسیې له ځینو پانګوالو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې. . .

بازگشت