د کندهار ارغنداب کې د شنو خونو جوړېدو په اړه د کرنې مسؤلینو او مخورو مشرانو غونډه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۰:۱
د کندهار ارغنداب کې د شنو خونو جوړېدو په اړه د کرنې مسؤلینو او مخورو مشرانو غونډه وشوه

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ارغنداب ولسوالی د کرنې مسؤلینو د ولسوالۍ د ۱۰ حوزو مخورو مشرانو سره د شنو خونو جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه وکړه. په دې غونډه کې د شنو خونو لپاره د ځای ټاکلو او مستحقو بزګرانو د معرفي کولو په اړه خبرې وشوې او اړینې پرېکړې ونیول شوې.
غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت پیل شوه او د ارغنداب ولسوالۍ د کرنې مسؤل حافظ احمد ټولو ته ښه راغلاست ووایه. هغه د درېیو ناحیو لپاره د شنو خونو د ځای ټاکلو او مستحق بزګرانو د ټاکلو په اړه د مشرانو څخه د پوره رڼې پروسې غوښتنه وکړه.
حافظ احمد د راتلونکو ژمنیو سیمینارونو، ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو په اړه خپل نظریات هم شریک کړل او اړینې پرېکړې یې وکړې. د غونډې په پای کې مخورو مشرانو د کرنې ریاست د دې هڅې لپاره مننه وکړه او د پروسې په شفافیت یې خوښي څرګنده کړه.
یادونه باید وشي چې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د کرنې ریاست په هڅو او د (یو.ان.ډي.پي) په مالي ملاتړ ۳ شنې خونې د غریبو بزګرانو لپاره جوړېږي، چې د سیمو د ټاکلو وروسته به یې د جوړولو چارې پیل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت