د کندهار ارغستان کې ۱۵۴ بزګرانو ته د پنبې اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۸:۵۹
د کندهار ارغستان کې ۱۵۴ بزګرانو ته د پنبې اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت ارغستان ولسوالۍ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر یو ان او ډي سي په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د کرنې اړوند چارواکو تر څارنې لاندې، ۱۵۴ اړمنو بزګرانو ته د پنبې اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.
په دې مرسته کې هر بزګر ته ۱۰ کیلوگرامه اصلاح شوی تخم او ۵۰ کیلو توره کیمیاوي سره ورکړل شوه، څو د کالکۍ «پنبې» د روان فصل کرنه ښه او مؤثره ترسره شي.
د یادې پروژې یوه مهمه برخه دا ده، چې پر مرستو سربېره، بزګرانو ته به د پنبې د معیاري کرنیزو میتودونو په اړه عملي روزنه هم ورکړل شي، تر څو حاصلات زیات او کرنه اغېزمنه شي.
د دې مرستې موخه د اړمنو بزګرانو مالي ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو ترویج، د میکانیزه کرنې دودول، کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او بزګرانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
د یادونې ده چې د همدې پروګرام له مخې، د کالکۍ د روان فصل پر مهال به بزګرانو ته سپینه کیمیاوي سره هم ووېشل شي، څو د تولیداتو کچه نوره هم لوړه شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت