د کندهار ارغستان کې د چکډېم رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۴:۲۰
د کندهار ارغستان کې د چکډېم رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

۲۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کندهار کرنې ریاست؛ د طبیعي سرچینو آمریت د یو کډ پلاوي په ترڅ کې د ارغستان ولسوالۍ سر درې سیمې چکډېم رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه. 
 یاد ګډ پلاوي د کندهار ارغستان ولسوالی د سر درې چکډېم رغنیزو چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه ددې چکډېم چارې وارزولې. د یادې څارنې پر مهال، د چکډېم د جوړېدو پر بهیر هر اړخیزه کتنه وشوه او د یاد پلاوي له لوري د چکډېم کارونو د ښه بهبود، لا ښه‌والي او کیفیت لوړولو لپاره مهمې سپارښتنې وړاندې وشوې. 
د یاد پلاوی په خبره، د ددې چکډېم چارې تر ۱۰ سلنه بشپړې شوي دي، چې پاته چارې به یې د دوو میاشتو په لړ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. 
یاد چکډېم د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، دکرنې وزارت په پراختیایي بودیجه، او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ د ارغستان ولسوالی په سردرې کلی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کندهار د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې جوړېږي.
دغه چکډېم د ۸۷ متره اوږدوالي، ۴ متره پراخوالي او ۷ مترو په لوړوالي سره په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې په رغنیزو چارو کې یې ۱۰ کسانو ته په فني او ۱۵ نورو کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت