د کندز خان آباد کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۴:۸
د کندز خان آباد کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د «او.آر.ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د خان آباد ولسوالی پر ۹۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
دغه مرستې دکندز دکرنې ریاست، په کندز کې د ملګرو متلونو دخوړو او کرنې ادارې مسوول،  «او.آرډي» مؤسسې مسؤلینو، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پر یادو بزګرانو ووېشل شوې.
باید وویل شي، چې یاد بزګران د سروې له مخې اړمن پېژندل شوی وو چې د مرستو تر څنګ ورته د کرکیلې اړوند لازمې لارښوونې هم شوی دی، په یادو مرستو کې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکړل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې تر. . .

بازگشت