د کرنې وزیر په پکتیا ولایت کې د جلغوزیو د پروسس له فابریکې څخه لیدنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۰:۲۹
د کرنې وزیر په پکتیا ولایت کې د جلغوزیو د پروسس له فابریکې څخه لیدنه وکړه

۳۰  تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د جلغوزیو د پروسس له فابریکې څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د شنې قطعې (د ځنګلونو د ساتنې) قومندان عبدالحلیم یاسین، د افغان کارت امارتي شرکت رییس سیداحمد آغا، د ځنګلونو د تنظیم رییس مولوی میرویس ذاکر، د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس مولوی مصباح الدین مستعین او دکرنې وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼی حضور درلود.
د رحيم ګرديزي د پروسس شرکت مسوولينو د ياد شرکت د فعاليتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وويل، چې دوى د جلغوزيو او غرني بادامو د پروسس په درې برخو کې فعاليت کوي او په کلني ډول د ٦٠ زره ټنو د پروسس ظرفيت لري.
د کرنې وزیر د دې فابریکې د فعالیتونو د ستاینې په ترڅ کې وویل، چې د کرنې وزارت د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او دوی ته به دا زمینه برابره کړي، ترڅو وکولای شي خپل فعالیتونه پراخ کړي.

وزیر زراعت از کارخانه پروسس جلغوزه در ولایت پکتیا بازدید کرد
۳۰ میزان ۱۴۰۳ ه‍.ش 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هئیت همراهش در جریان سفر به ولایت پکتیا از  فابریکه پروسس جلغوزه بازدید کردند.
در جریان این بازدید مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت امور داخله، مولوی احمد الله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت، عبدالحلیم یاسین قوماندان قطعه سبز (قطعه محافظت از جنگلات)، سیداحمد آغا رئیس شرکت امارتی افغان کارت، مولوی میرویس ذاکری رئیس  تنظیم جنگلات، مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت در این دیدار حضور داشتند.
مسئولان شرکت پروسس رحیم گردیزی ضمن ارائه معلومات در مورد فعالیت‌های شرکت، گفتند که در سه بخش پروسس جلغوزه و بادام کوهی فعالیت دارند و ظرفیت سالانه پروسس ۶۰ هزار تن را دارا می‌باشند.
وزیر زراعت ضمن تقدیر از فعالیت‌های این کارخانه، اظهار داشت که از سکتور خصوصی حمایت خواهند کرد و زمین در اختیار آن‌ها قرار می‌دهند تا بتوانند فعالیت‌های خود را گسترش دهند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت