د کرنې وزیر په افغانستان کې د یوناما له مشرې سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۸:۵۹
د کرنې وزیر په افغانستان کې د یوناما له مشرې سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري نن د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اوتونبایوا او د خوړو او کرنې ادارې رییس ریچارډ ټرانچارډ سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې پر ارزښت، د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي کچې د لوړولو، د صحي او لوړ کیفیت لرونکي خوراکي توکو د برابرولو، د کرنیزو تخمونو د وېش پر زیاتوالي او د مالدارۍ د محصولاتو په اړه خبرې اترې وشوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتونبایوا د افغانستان له کروندګرو او بزګرانو سره د همکارۍ لپاره د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له چمتووالی خبر ور کړ:«ملګري ملتونه د نشه یي توکو د کښت او کار د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د خورا اغیزمن اقدام ستاینه کوي، موږ دا پیغام راوړی چې تاسو موږ ته د نشه یي توکو د کښت لپاره وړاندیز او بدیلې طرحې ووایاست چې پرې کار ووشي، یوشمېر هېوادونه چمتو دي، چې په دې برخه کې همکاري وکړي، په دې برخه کې کار کولو ته اړتیا ده، چې باید کار وکړو او کاري ډله جوړه شي. تاسو ته باید انعام ورکړل شي ځکه چې تاسو د مخدره توکو د کار په وړاندې په کلکه او پریکنده توګه ولاړ یاست، په راتلونکي کال کې به ستاسو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې او مرستندویو هېوادونو لخوا کافي بودیجه ځانګړې شي، موږ هم دا خپله دنده ګڼو چې کار وکړو او نړۍ ته دا پیغام ورسوو.»
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د مؤسسو او د ملګرو ملتونو د همکارو دفترونو د فعالیتونو قدرداني وکړه او د مالدارۍ، کرنې، ځمکې، بڼوالۍ، اوبولګولو او طبیعي سرچینو په برخو کې یې د افغانانو د اساسي اړتیاوو په اړه خبرې وکړې:«هیله لرو چې دا مرستې به په راتلونکو کلونو کې زیاتې شي، موږ له بهرنیو موسسو او هېوادونو څخه ډېرې تمې لرو، ځکه امارت ستونزو ته د رسېدو او د ټولو چارو مدیریت په پار کافي امکانات نلري اړتیا ده، چې د هېواد د وکړو لاسنیوی ووشي او د هوساینې او نېکرمرغۍ په لور دوی ته د یون زمینه برابره شي. تاسو کولای شئ، چې دکرنیزو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د اوبولګولو د کانالونو د جوړولو، د ځنګلونو او طبیعي سرچینو مدیریت، د ارزښت لرونکو بوتو ترویج، د لبنیاتو د پروسس د فابریکو جوړولو، د ځمکې مدیریت او ښځو سره د مرستې په برخه کې همکاري وکړئ.» 
 د کرنې وزیر زیاته کړه، مرستندویه هېوادونه او ملګري ملتونه کولای شي، چې د افغان ښځو لپاره مناسبه بودیجه ځانګړې کړي، ځکه د کرنې او مالدارۍ ۵۰ سلنه چارې د ښځو له خوا ترسره کېږي.

وزیر زراعت با رئیس یوناما در افغانستان دیدار کرد 
۱۸ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با رزا اوتونبایوا نماینده دبیرکل و ریچارد ترانچارد، رئیس سازمان خوراکه و زراعت سازمان ملل در افغانستان دیدار کرد.
در این دیدار پیرامون اهمیت زراعت، بلند بردن سطح اقتصاد دهقانان و مالداران، تهیه غذای صحی و باکیفیت، افزایش توزیع تخم‌های بذری و محصولات مالداری صحبت گردید.
 رزا اوتونبایوا نماینده سازمان ملل  در افغانستان از آمادگی کشورها و سازمان‌های مختلف برای همکاری با دهقانان و مالداران افغانستان خبر داده گفت:" سازمان ملل از اقدام فوق‌العاده موثر امارت اسلامی افغانستان در راستای جلوگیری از کشت و کار مواد مخدر تقدیر می‌نماید، این پیام را آورده‌ایم که شما پیشنهاد و طرح‌های بدیل کشت مواد مخدر را برای ما بگوئید که روی آن کار شود، چندین کشور آماده همکاری و اقدام عملی در این بخش می‌باشند، نیاز است روی این مسئله مشترک کار کنیم و تیم کاری جور شود، شما نیاز به پاداش دارین چون مصمم و قاطع در برابر کار مواد مخدر ایستاد شده‌‌اید، در سال آینده بودجه کافی برای شما از سوی سازمان ملل و کشورهای کمک کننده اختصاص داده خواهد شد، ما هم وظیفه خود می‌دانیم که کار کنیم و این پیام را به جهانیان برسانیم".
در همین حال مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از فعالیت‌های موسسات و دفاتر همکاری سازمان ملل قدر دانی نمود و پیرامون نیازهای اساسی مردم افغانستان در بخش‌های مالداری، زراعت، اراضی، باغداری، آبیاری و منابع طبیعی سخن گفت:" امید داریم که این کمک‌ها در سال‌های آینده افزایش یابد، انتظار ما از سازمان‌ها و کشورهای خارجی بیشتر می‌باشد، چون امارت امکانات کافی برای رسیدگی به مشکلات و مدیریت همه امور در اختیار ندارد، ضرورت است که مردم ملک دست شان گرفته شود و به سمت رفاه و آسایش اسقامت داده شوند، شما می‌توانید در بخش توزیع  تخم های بذری، مدیریت آب‌ها، احداث کانال‌های آبیاری، مدیریت جنگلات و منابع طبیعی، ترویج نباتات پر عاید، اعمار فابریکه‌های پروسس لبنیات، مدیریت اراضی و کمک به زنان همکاری نمائید".
وزیر زراعت افزود که کشورهای کمک کننده و سازمان ملل می‌تواند بودجه مناسب به زنان افغانستان نیز اختصاص دهد، چون اضافه ۵۰ فیصد کار زراعت و مالداری توسط زنان صورت می‌گیرد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د «سیمه ییزه څېړنه» تر عنوان لاندې د مالدارۍ د څېړنو ریاست د کارکوونکو لپاره تخصصي ورکشاپ دایر شو


۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د مالدارۍ د څېړنو ریاست د کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه، د «سیمه ییزه څېړنه» تر عنوان لاندې یو تخصصي او روزنیز ورکشاپ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل 

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروګرامونو د همغږۍ او پلان لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشري، په افغاستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد. . .

بازگشت