د کرنې وزیر: د کرنې له لارې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې څه باندې ۶۰۰ زره مېرمنې پر ځان بسیا کیږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۱۵:۳
د کرنې وزیر: د کرنې له لارې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې څه باندې ۶۰۰ زره مېرمنې پر ځان بسیا کیږي

۲۶ لېندۍ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وایي، د هغه برنامې پر اساس چې ددې وزارت له خوا د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په پار تر لاس لاندې نیول شوې، په پام کې ده چې د کرنیزو برنامو په پلي کولو سره د راتلونکو څلورو کلونو په ترڅ کې ۶۱۶ زره او ۶۰۰ مېرمنې له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودریږي.

ښاغلی درانی، چې د کرنې په وزارت کې د مېرمنو د پیاوړتیا درېیم ملي کنفرنس ته خبرې کول وویل، ټاکل شوې چې ددې برنامې پراساس د کورنیو باغچو، قوریو، شنو خونو او د مېوو او سبو د پروسس توکو په وېش سره ۶۷ زره او ۶۰۰ مېرمنې د کرنې په برخه کې تر پوښښ لاندې ونیول شي. دغه راز د مالدارۍ، شاتو روزنې فارمونو، د وریو ساتنې او د چرګانو د روزنې وړو فارمونو له لارې به ۴۲ زره او ۶۰۰ نورې مېرمنې هم د دې وزارت دملاتړ تر چتر لاندې راشي. په ورته وخت کې د خلکو د غوښتنې پر اساس ۱۰۵ زره او ۸۰۰ مېرمنې به د ترویج په برخه کې وروزل شي. په همدې حال کې د بازارموندنې او د ځانګړې مارکېټ د ایجادولو له لارې ۲۰۰ نورې مېرمنې د اقتصادي ملاتړ تر چتر لاندې ونیول شي.

د کرنې وزیر زیاته کړه: «په ټوله کې د کرنې وزارت به تر څلورو کلونو وروسته وتوانیږي، چې د کرنې د سکټور له لارې ۶۱۶زره او ۶۰۰ مېرمنې د اقتصاد له اړخه پر خپلو پښو ودروي. زه په دې اند یم چې دغه شمېر شاید د ټول حکومت په کچه ناشونی وي.»

د کرنې وزیر دغه راز وویل، چې دکرنې وزارت په وروستیو کلونو کې د بېلابېلو برنامو له لارې توانېدلې ده، چې ۴۰۰ زره مېرمنې دملاتړ تر چتر لاندې راولي او د دوی اتقصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي. دهغه په خبره دغه شمېرمېرمنې د خپلو کارونو د ښه کولو په پار د کرنې وزارت له خوا اړینې روزنې هم تر لاسه کړي دي. ښاغلی درانی د مېرمنو پیاوړتیا د بشریت پیاوړتیا وباله او زیاته یي کړه، کله چې مېرمنې پیاوړې شي بشریت پیاوړی کیږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر اعتراف وکړ، چې د نارینه و په پرتله مېرمنې په اقتصادي مدیریت کې ښه عمل کوي.

په همدې حال کې د کرنې وزارت د کورني اقتصاد مشره نذیره رحمن وویل، یاد ریاست توانېدلې ده، چې په ۱۴ ولایتونو کې د مېرمنو د پیاوړتیا ګروپونه ایجاد کړي. مېرمن رحمان وویل، چې ددغو ګروپونو کار په ۱۳۹۴ یم کال کې پیل شو او دمګړۍ په څلورو ولایتونو کې فعالیت کوي.

د مېرمنو د پیاوړتیا درېیم ملي کنفرانس د کرنې وزارت د کورني اقتصاد ریاست له خوا د لسګونو کروندګرو او په مرکز او لایتونوکې د کرنیز او مالدارۍ په برخه کې د فعالو مېرمنو په شتون کې، د مېرمنو پر ملي اسټراټیژۍ د خبرو اترو په پار د کرنې په وزارت کې د دوو وروځو لپاره په لاره اچول شوې ده.

نذیره رحمان وایي، چې په کرنه که د مېرمنو ملي اسټراټیژۍ د پنځو کلونو لپاره ترتیب شوې وه، چې دا دوره په بشپړېدو ده. د اغلې رحمان په خبره په دې کنفرانس کې ددې اسټراټیژۍ پر بیا کتنې خبرې اترې کیږي او یو بل پنځه کلن اسټراټیژي چمتو کیږي.

د کرنې په وزارت کې د مېرمنو د پیاوړتیا د درېیم ملي کنفرانس په پیل کې یو شمېر نور بنسټونه هم د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په پآر خبرې وکړې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت