د کرنې وزیر د کرنې د پراختیا وجهي صندوق له چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۹:۵۷
د کرنې وزیر د کرنې د پراختیا وجهي صندوق له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې د پراختیا وجهي صندوق له رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او د دغه صندوق له یو شمېر چارواکو سره وکتل او د هغوی د فعالیتونو راپور یې واورېد.
په دې غونډه کې  د اسلامي تمویل پر عوایدو، له کورنیو بانکونو سره د پانګونې عواید، د تیرو کلونو د پورونو عاید، د پرسونل معاشونه او امتیازات، نور لګښتونه، حقوقي لګښتونه، د استهالک لګښتونه او د تمویل له جبران مخکې پر عوایدو خبرې اترې وشوې.
دغه راز د دغه صندوق پر وړاندې ستونزې، د غوره خدمتونو وړاندې کول،غوښتونکو لپاره پر وخت د اسلامي تمویل اسانتیا او د کرنې د پراختیا صندوق نورې ننګونې ددې غونډې د بحث موضوع وه.
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق یو غیر بانکي مالي دولتي بنسټ دی، چې له یوولسو کلونو راهیسې د کرنې، اوبولګولو او اوبو لګولو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه والي لپاره د کروندګرو او کرنيزو متشبثینو لپاره اسلامي مالي تمویل د دې صندوق یو له مهمو دندو او موخو څخه دی.

وزیر زراعت با مسوولان صندوق وجهی انکشاف زراعت دایر گردید
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با انجنیر عبدالغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت و شماری از مسوولان این صندوق دیدار کرده و گزارش فعالیت‌های شان را استماع نمود.
در این دیدار روی عواید سنجش عواید بابت تمویل مالی اسلامی، عواید بابت سرمایه گذاری نزد بانک های داخلی، عواید بابت قروض سال های قبل، معاشات و امتیازات پرسونل، سایر مصارفات، مصارف حقوقی، مصارف استهلاک و عواید قبل از جبران خساره بابت تمویل مالی بحث صورت گرفت.
هم‌چنان مشکلات فرا راه این صندوق، عرضه خدمات بهتر، تسهیل تمویل مالی اسلامی به موقع برای متقاضیان و سایر چالش های صندوق وجهی انکشاف زراعت محور این بحث بود.
صندوق وجهی انکشاف زراعتی یک نهاد دولتی مالی غیر بانکی بوده که از مدت یازده سال به اینسو تحت چتر وزارت زراعت، آبیاری و آبیاری فعالیت می‌نماید. تمویل مالی اسلامی به دهاقین و متشبثین زراعتی در جهت رشد و بهبود زراعت افغانستان از وظایف و اهداف عمدۀ این صندوق است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه د کرنې وزارت د مشرتابه لیدنه

۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لومړۍ ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۶:۷
Background image

د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

بازگشت