د کرنې وزیر د نويو پروژو د پرانيستې، د پلي شويو پروژو د ګټې اخيستنې او د کرنيز وضعيت د ارزونې په پار کندهار ته ورسېد

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۶:۵
د کرنې وزیر د نويو پروژو د پرانيستې، د پلي شويو پروژو د ګټې اخيستنې او د کرنيز وضعيت د ارزونې په پار کندهار ته ورسېد

۹ وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د يوې پلاوي په مشرۍ د ارغنداب د اوبو زېرمو پراختیا یي پروژې « AWIRDP» د پرانیستې، د ۳۰ شنوخونو د چارې پرانیستې او ګټې اخیستنې ته د سپارلو، د ۹۱۱ ممیزخونو د چارې پرانیستې او ارزونې، د انارو د ۴۸ سړوخونو د ارزونې او پرانیستې، د خرماوو پنځه هکټاره، ترویجې، ننداریزو او سوداګریزو بڼونو څخه د لیدنې په پار کندهار ولایت ته ورسېد.
د کندهار والي روح الله خان زاده د کرنې وزير ډاکټر انوارالحق احدي او مل پلاوي ته د کندهار په هوايي ډګر کې ښه راغلاست وويل او د دوی هرکلی يې وکړ.
ښاغلی احدي کندهار ولایت ته په دې سفر کې، ددې ولایت دکرنې اړونده ننګونې او دکرنې بشپړ وضعیت ارزوي. په دې سفر کې دکرنې وزارت یوشمېر نورو چارواکو هم د کرنې وزیر ملتیا کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت