د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۴۵
د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل


٢٢ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٩ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستیالې الیزابیت آن بیت بیکډلو، د بې ځایه شویو کسانو لپاره د بېړنیو مرستو له مرستیال رین اندرې پولسن او په افغانستان کې د دې ادارې مشر ریچارډ ټرانچارډ سره وکتل. 
په دې کتنه کې، چې د کرنې په وزارت کې ترسره شوه، دواړو خواوو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د سکټورونو د پراختیا او د افغان بزګرانو او مالدارانو د اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په پيل کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستيالې الیزابت بیت بیکدلو  په هرات ولايت کې د وروستۍ زلزلې د شهيدانو او ټپيانو لپاره د دغه ادارې  خواخوږۍ حرګند او له هغه وروسته يې د خوړو او کرنې ادارې د مسووليتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ویل، چې یاده اداره ژمن دی، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې هر اړخیزې مرستې وکړي.
هغه وويل:"موږ د افغانستان څو ولايتونو ته سفرونه کړي، په کليو کې خلک د ژوند د مثبت بدلون لپاره زياتو مرستو ته اړتيا لري، ځکه د کلیو او بانډو ډېر خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د دوی د ملاتړ او مرستې تر ټولو ښه لاره کرنه او مالدارۍ ته پاملرنه ده. اړینه چاره داده، چې د کرنې وزارت او د خوړو نړیوالې ادارې ګډ ټیم په ګډه کار وکړي ترڅو فرصتونه او کاري برخې ځانګړې  او بزګرانو او مالدارانو سره د مرستې پر څرنګوالي خبرې اترې وکړي."
همدارنګه مېرمن ډلو د کرنې او مالدارۍ له لارې د کورنۍ له اقتصاد سره د مرستې په برخه کې د ښځو رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د ځوانانو روزل مهم وبلل.
په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د تېرو همکاریو یادونه وکړه او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په پروژو کې یې پر ګډ کار ټینګار وکړ.
دغه راز د کرنې وزیر د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، طبیعي سرچینو او ځمکو په برخو کې د دغه وزارت کاري لومړیتوبونه او پلانونه بیان کړل او زیاته یې کړه:"
ستاسو اداره د کرنې د سکتور له دوامداره همکارانو څخه ده، موږ په دې برخه کې ستاسو له اخلاص او صداقت څخه مننه کوو، موږ او تاسو مسؤلیت لرو چې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره په ګډه کار وکړو، ځکه چې د نړۍ د هر ګوټ مثبت او منفي پایلې د خلکو پر ژوند اغېز لري، که کار ښه پرمخ ولاړ شي، ټولو ته ګټه رسوي، که منفي وي، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ډېرۍ خلک به زیانمن شي، د افغانستان خلک مرستې ته اړتیا لري، نارینه او ښځې کولی شي په ګډه رول د کورنۍ د اقتصاد په وده کې رول ولوبوي او ښځې هم کولی شي د کورنۍ په اقتصاد کې اړین رول ولوبوي، موږ په دې برخو کې همکارۍ ته چمتو یو."
د کرنې وزیر دغه راز په افغانستان کې د لسیزو جګړو له امله د نړۍ له کرنیز پرمختګ څخه د بزګرانو د شاته پاتې کېدو او د نویو کرنیزو وسایلو او ټیکنالوژیو سره د هغوی د اشنا کیدو په اړه هم خبرې وکړې، زیاته یې کړه: "غواړم ووایم چې د بزګرانو روزنه، په هره سیمه کې د اوبو، خاورې، نباتاتو او هوا څېړنه، د کرنیزو وسایلو راوړل، د کرنې نوې ټیکنالوجي راوستل، د څارویو او نباتاتو ناروغیو او آفتونو سره مبارزه، د محصولاتو بازار موندنه، پروسس، بسته بندي، د څارویو خواړه چمتو کول، د څارویو د نسل اصلاح، د طبیعي زېرمو مدیریت، د ځمکې سمون او د اوبو مدیریت د دې سکتور د کار بنسټیزې ټکي دي، له تاسو غواړو چې دا پیغام نړۍ ته ورسوئ او د افغان بزګرانو غږ تر نړیوالو  ورسوئ."
په پای کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستیالې وویل، چې دوی پر یوه ګډ ټیم کار کوي او دغه موضوعات به یادې ادارې ته رسوي او د کروندګرو او مالدارانو د دوامداره پرمختګ لپاره به کار وکړي.
"ستاسو هېواد لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري، موږ هڅه کوو چې مرسته کوونکي هېوادونه او بنسټونه قانع کړو چې افغانستان ته لا زیاتې بودیجې او اسانتیاوې ځانګړې کړي، دا زموږ دنده ده چې د نباتاتو، حیواناتو او طبیعي سرچینو په تولید او ساتنې کې کار وکړو، د بزګرانو روزنه او تجهیز  زموږ  له مسؤلیتونو څخه دی چې موږ به پرې کار وکړو."
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د افغانستان د کرنې د سکټور یو له دایمي همکارانو څخه دی، چې د کرنې له وزارت سره په همغږۍ د هېواد له کروندګرو او مالدارانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

دیدار وزیر زراعت با مسوولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد 
۲۲ میزان ۱۴۰۲  هـ.ش
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با الیزابت آن بیت بیکدول معاون سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، رین اندری پولسن معاون بخش کمک‌های عاجل وبیجاو جهندګی و ریچارد ترانچارد رئیس این سازمان در افغانستان دیدار کرد.
در این دیدار که در وزارت زراعت انجام شد  دو طرف پیرامون انکشاف سکتور زراعت، آبیاری و مالداری و نیازمندی‌های دهقان و مالداران  افغانستان صحبت نمودند.
در آغاز مجلس الیزابت بیت بکدول معاون سازمان پیام همدردی این سازمان را در مورد شهداء و زخمی‌های زلزله اخیر ولایت هرات اظهار د، پس از آن در مورد مسوولیت‌های سازمان خوراک و زراعت ملل صحبت نموده و از تعهد ادامه همکاری‌ها ی این سازمان برای سکتور زراعت، مالداری و آبیاری خبر داد.
وی گفت": به چندین ولایت افغانستان سفر داشتیم، مردم در روستا نیاز بیشتر به کمک دارند تا زندگی‌شان تغییر مثبت یابد، چون بیشترین مردم در اطراف مصروف زراعت و مالداری می‌باشند، بهترین گزینه برای حمایت و کمک برای آن‌ها توجه به زراعت و مالداری می‌باشد، ضرورت است تیم مشترک وزارت زراعت و سازمان خوراک یکجا کار کنند تا فرصت‌ها و بسترهای کاری را مشخص سازند و روی چگونگی کمک به دهقانان و مالدارن بحث نمایند".
همچنان خانم بیت نقش زنان را در کمک کردن به اقتصاد خانواده از طریق زراعت و مالداری مهم عنوان نمود و آموزش جوانان را در این عرصه ارزنده بیان کرد.
در همین حال مولوی عطاءلله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از همکاری‌های گذشته سازمان خوراک و زراعت ملل متحد به نیکویی یاد کرد و روی کار مشترک در پروژه‌های زراعت، آبیاری و مالداری تاکید کرد.
همچنان وزیر زراعت اولویت‌های کاری و پلان‌های این وزارت را در بخش‌های زراعت، مالداری، آبیاری، منابع طبیعی و اراضی  بیان نموده افزود:" سازمان شما از همکاران همیشگی سکتور زراعت بوده، از اخلاص و صداقت شما به این سکتور اظهار تشکری می‌کنیم، ما و شما مسوولیت داریم که  به گونه مشترک برای بهبود زندگی مردم کار کنیم، چون پیامد مثبت و منفی هر گوشه‌ای از جهان بالای زندگی مردم تاثیر دارد، اگر کار خوب شود همه منفعت می‌بینند، اگر منفی باشد اکثر ضرر می‌کنند، یا مستقیم یا غیر مستقیم، مردم افغانستان نیاز به کمک دارند، مرد و زن می‌توانند در بلند بردن اقتصاد خانواده نقش مشترک داشته باشند، زنان نیز می‌توانند در بهبود اقتصاد خانواده نقش اساسی داشته باشند، در این بخش‌ها آماده همکاری می‌باشیم".
وزیر زراعت همچنان از عقب مانی دهقانان از کاروان پیشرفت زراعت جهان به دلیل چندین دهه جنگ در افغانستان و نیاز شان به  آشنائی شان با وسایل و تکنالوژی های جدید زراعتی سخن زده علاوه کرد "می‌خواهم بگویم که آموزش دهقانان، تحقیق روی تشخیص آب، خاک، نبات و هوای هر منطقه، آوردن تجهیزات زراعتی، آوردن تکنالوژی جدید زراعتی، مبارزه با امراض و آفات حیوانی و نباتی، بازاریابی برای محصولات، پروسس، بسته‌بندی، تهیه خوراکه حیوانات، اصلاح نسل حیوانات، مدیریت مناببع طبیعی اصلاحات اراضی و مدیریت آب‌ها نقطه‌های اساسی برای کار این سکتور می‌باشد، از شما می‌خواهیم این پیام را به جهان انتقال و صدای دهقان افغانسان را برسانید".
در اخیر هم معاون سازمان خوراک و زراعت ملل متحد گفت روی تیم مشترک کار می‌کنند و این موضوعات را به سازمان رسانده و روی انکشاف پایدار برای خانواده دهقان و مالدار کار خواهند کرد"ملک شما به کمک بیشتر نیاز دارد، کوشش می‌کنیم کشورها و نهادهای کمک کننده  را قناعت دهیم که بودیجه و امکانات بیشتری به افغانستان اختصاص دهند، از وظایف ما است که در قسمت تولید و حفاظت از نباتات و حیوات و منابع طبیعی کار کنیم، آشنایی و مجهز ساختن دهقانان به زراعت مکانیزه از مسوولیت‌های ماست که کار خواهیم کرد".
سازمان خوراک و زراعت ملل متحد از همکاران همیشگی سکتور  زراعت افغانستان می‌باشد که در بخش‌های مختلف در هماهنگی وزارت زراعت  به دهقانان و مالدارن کشور کمک می کند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲
Background image

تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د تخار ولایت په مرکز او څلورو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

پکتیکا کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د اکشن اېډ موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۳
Background image

کندهار کې د لمرګلي نبات د پراختیا په پار هڅې، د ټیکا له استازو سره د لمرګلي نبات د پراختیا په پار ناسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په مشرۍ، د کندهار ولایت په کرنې ریاست کې د ترکیې د. . .

بازگشت