د کرنې وزیر د مالیې وزارت له چارسمبال وزیر سره د قزاقستان د سوداګریزو همکاریو د هوکړې پر پلي کولو خبرې وکړې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۵:۳۳
د کرنې وزیر د مالیې وزارت له چارسمبال وزیر سره د قزاقستان د سوداګریزو همکاریو د هوکړې پر پلي کولو خبرې وکړې


۵ لیندۍ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی او د مالیې وزارت چارسمبال وزیر او د زېربنا په چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام ستر سلاکار محمد همایون قیومي د مالیې په وزارت کې ولیدل او قزاقستان سره د سوداګریزو همکاریو پر هوکړه لیک خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د جنس په جنس سیستم له لارې قزاقستان هېواد ته د افغانستان د تازه مېوو او سبو د صادرولو په بدل کې له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو او د تخمونو د واردولو او همدا راز د افغانستان د ټرانسپورټي او ټرانزیټي توکو صادرولو په وړاندې د ستونزو او ننګونو پرتشخیص خبرې اترې وکړې.
باید وویل شي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په هوکړ لیک کې د جنس په جنس سیستم له لارې د افغانستان د سبو او تازه مېوو د صادرولو په بدل کې له هغه هېواد څخه د غنمو او د تخمونو را واردولو یادونه شوې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت