د کرنې وزیر: د لبنیاتو د تولید په برخه کې باید پر ځان بسیاشو

user-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۶:۵۶
وزیر زراعت: خودکفایی در بخش تولید لبنیات، از اولویت‌های اساسی است

۱۵ مرغومې ۱۳۹۹
په هغه غونډه کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالداۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ته د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» او له دویم ملي لومړيتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» د ۱۳۹۹یم مالي کال د فعالیتونو په موخه د مالوماتو وړاندې کولو او د ۱۴۰۰ام مالي کال د برنامو وړاندې کولو په موخه په لاره اچول شوې وه، د کرنې وزیر د لبني محصولاتو په برخه کې د افغانستان په پر ځان بسیاینه ټینګار وکړ.
د کرنې وزارت د یادو پروژو رییس مصطفی حامد ضیا، په دې غونډه کې وویل، چې په ۹۹یم مالي کال کې د کلپ پروژې له لارې یاد وزارت د کابل، لوګر، پروان، بلخ، هرات، لغمان او ننګرهار په ولایتونو کې د اوبولګولو ۲۴ کانالونه جوړ کړي دي. هغه وویل، چې په یادو ولایتونو کې د ۴۱ نورو کانالونو رغنیزې چارې هم روانې دي.
ښاغلی ضیا زیاته کړه، چې په ۹۹یم مالي کال کې د کلپ پروژه، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو د پروسس د ترټولو سترې فابریکې رغنیزې چارې هم چټکه کړه او ددې فابریکې ۹۸ سلنه رغنیزې چارې بشپړ شوي دي. د ښاغلي ضیا په خبره، په ۹۹یم مالي کال کې د کلپ پروژه، نږدې ۹۷۲ میلیونه افغانۍ بودیجه درلود او د ۱۴۰۰ام مالي کال لپاره هم ۸۶۰ میلیونه افغانۍ بودیجه لري.
د کلپ د پروژې رییس وویل، چې په ۱۴۰۰ام مالي کال کې یاده پروژه د اوبولګولو، مالدارۍ، د لبنیاتو د تولید او پروسس د پراختیا، کرنیزې څېړنې، په مېرمنو د چرګانو روزنې وړې او لویو فارمونو وېش او کوچیانو ته د مالدارۍ د چوپړتیاوو د وړاندې کولو په برخو کې کار کوي. هغه ټینګار وکړ، چې په ۱۴۰۰ام مالي کال کې یاده پروژه، د ریشخور د لبنیاتو فابریکې رغنیزې چارې په بشپړه توګه بشپړوي او په ټکنالوژۍ او توکو سره یې سمبالوي.
دغه راز مصطفی حامد وویل، چې له دویم ملي لومړیتوب څخه دملاتړ پروژه یا SNaPP2 د ۱۴۰۰ام مالي کال لپاره ۷۰۰ میلیونه افغانۍ بودیجه لري. هغه وويل، چې ددې پروژې له لارې داوبولګولو د۲۰ کانالونو رغنيزې چارې بشپړيږي او دشېدې ورکوونکو غواوو په وېش سره د بېوزله کورنيو ملاتړ کيږي. ښاغلی ضيا وويل، چې دخصوصي سکټور ملاتړ، دوړو او منځنيو سوداګريو ملاتړ او دشنوخونو جوړول په ۱۴۰۰مالي کال کې ديادې پروژې نور فعاليتونه دي.
په همدې حال کې دکرنې وزير ډاکټر انوارالحق احدي دچرګانو روزنې دبرخې په سوداګریز کېدل او دغه راز دلبنياتو دتوليد په برخه کې د افغانستان په پر ځان بسياينه ټينګار وکړه. ښاغلی احدي وويل، چې دشونتيا په صورت کې بايد دچرکانوروزنه سوداګريز شي او دغه راز ديادو دوو پروژو فعاليتونه نورو ولايتونو ته هم وغځيږي.
دکرنې وزير وويل، چې دلبني توليداتو په برخه کې افغانستان ځان بسياينې ته رسول دهغه له اسټراټيژيکو برنامو څخه دی.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت