د کرنې وزیر د خوړو نړیوال پروګرام له استازي سره د غلو اسټراټیژيکو زېرمو پر جوړولو خبرې وکړې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۴ - ۱۶:۷
WFP

۲۴ چنګاښ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی او په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام « WFP» استازی زلاتان میلیسیک د یوې غونډې په ترڅ کې د غلو دانو اسټراټیژيکو زېرمو د پروژو پر ښه پلي کېدو ټینګار وکړ.
دغه غونډه، چې نن د کرنې وزیر په دفتر کې تر سره شوه، په کې د دواړو نهادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار وشوه.
په دې لیدنه کې دکرنې وزیر نصیر احمد درانی وویل، چې سږ په افغانستان کې د غنمو د تولید کچه د قناعت وړ دی او د خوړو له نړیوال پروګرام څخه غوښتنه وکړه، چې پر زیانمنو او اړمنو خلکو د غنمو د وېش په موخه په هېواد کې دننه تولید شوي غنم وپېري.
ښاغلی درانی دغه راز وویل، چې په افغانستان کې د نوی سیلوګانو د جوړولو په پآر تخنیکي تجربې لږې دي او دخوړو له نړیوال پروګرام څخه غوښتنه وکړه، چې د نویو سیلوګانو د جوړولو په برخه کې دې د کرنې له وزارت سره تخنیکي همکاري وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام استازی زلاتن میلیسیک وویل، چې یاد پروګرام د کرنې له وزارت سره هر ډول همکاریو ته چمتو ده. هغه وویل، چې د نوي سیلوګانو جوړولو او دغه راز د غلو دانو د اسټراټیژيکو زېرمو د جوړولو په پرخه کې د کرنې له وازرت سره همکاري کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت