د کرنې وزیر: د افغانستان د اساسي قانون مدني ارزښتونه یوازې د پرمختللو هېوادونو په قوانینو کې موندلی شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۶:۵۶
وزیر زراعت: ارزش‌های مدنی مندرج در قانون اساسی افغانستان را تنها در قوانین کشورهای پیش‌رفته می‌توان یافت

۲۳ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یوې غونډې په ترڅ کې د هېواد د اساسي قانون د تصویب اوولسمه کلیزه ولمانځله.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټرانوارالحق احدي، د هېواد اساسي قانون، تر ټولو ارزښتناکه ملي سند وبلله او ویې ویل، چې دا قانون ډېر پرمختللي ارزښتونه لري. ښاغلی احدي زیاته کړه: «د افغانستان اساسي قانون، نورو هېوادونو ته په پرتله نسبتاً پرمختللی قانون دی. دا قانون له ډېرو پرمختللو ارزښتونو او سیاسي موسساتو خبرې کوي.»
د کرنې وزیر وایي، چې د قواوو تفکیک، د بیان ازادۍ، د ښاروندۍ مساوات او حقوق د هغو ارزښتونو له ډلې دي، چې یوازې د ډېرو پرمختللو هېوادنو په اساسي قوانینو کې پرې خبرې شوي دي، خو د افغانستان په اساسي قانون کې هم یاد ارزښتونه ځای پرځای شوي دي. ښاغلی احدي وویل: «د خدای په فضل سره، په افغانستان کې زموږ اساسي قانون دومره پرمختللی دی، چې نه یوازې په کې د ښځو د حقوقو پر تامین ټینګار شوې‎ئ، ترڅنګ یې د ښځو د استازولۍ په برخه کې هم لږترلږه یوه ځانګړې برخه ذکر کړی دی، چې په پارلمان کې باید لږترلږه ۲۵ سلنه استازې مېرمنې وي.»
دکرنې وزیر دغه راز د هېواد اساسي قانون یو «ژوندۍ قانون» یادوې او وایي، چې د قانون د ژوندي پاته کېدو په پار باید لا ډېرې هلې ځلې ووشي. د هغه په خبره، که له قانون څخه په سمه توګه پیروي ووشي، ژوند یې تضمین کیږي. ښاغلی احدي وویل: «ددې لپاره چې قانون لاډېر ژوندي وساتو او ددې لپاره، چې خپل حرکات د قانون سره سم جوړ کړو، زما په اند د قانون په اړه خلکو ته پوهاوی ورکول ډېره اړینه ده.»
د کرنې وزیر په ورته وخت کې ټینګار وکړ، چې اساسي قانون د کرنې وزارت ته هم مسوولیتونه متوجه کړي دي او یاد وزارت د قانون مطابق یې پلي کېدو ته ژمن دی.
دغه راز د کرنې په وزارت کې د پلان او برنامو د همغږۍ مسوول شکیب شریفي هم وویل، چې د کرنې وزارت د تقنین آمریت په نوم یوه برخه لري او یاد امریت مسوولیت لري، چې ددې وزارت اړوند ټولې پالیسۍ، مقررې، لوایح او قوانین د عدلیې وزارت سره په همغږۍ د مورقانون پر بنسټ طرحه او تنظیم کړي.
ښاغلي شریفي وویل، چې د کرنې وزارت اړوند بېلابېل قوانین، مقررې، اساس نامې، کړن لارې، لایحې او پالیسۍ ۱۱۴ سندونو ته رسیږي، چې له دې ډلې ۷۲ سندونه یې نافذ او ۴۲ نور سندونه پیس نویس شوي دي.
د کرنې په وزارت کې د اساسي قانون د تصویب په لمانځغونډه کې، د اساسي قانون د پوهاوی او اړیکو ډیپارټمنټ متخصص محمدخلیل قیامي، پر اساسي قانون د څار کمیسسون د مشرتابه پیغام ولوست. په دې پیغام کې، پر اساسي قانون د څار کمیسیون مشرتابه، اساسي قانون د سیاسي نظام بنسټ او مبنا او دغه راز د قواوو د تفکیک، حقوق او وجایبو او د ټولو قوانینو زېربنا یاد کړئ دی.
نوی اساسي قانون د ۱۳۸۲ لمریز کال د لیندۍ له ۲۲ څخه د مرغومې تر ۱۴ نیټې پورې په کابل کې د جوړې شوي لویې جرګې لخوا په ۱۲ فصلونو او په ۱۶۲ مادو کې د رایو په اتفاق تصویب شوه.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت