د کرنې وزیر او تخنیکي ټیم یې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ له خونې څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۰:۳
د کرنې وزیر او تخنیکي ټیم یې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ له خونې څخه لیدنه وکړه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او تخنیکي ټیم یې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ له خونې څخه د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې له مدیره پلاوي سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې له فرصتونو څخه د استفادې په اړه خبرې وکړې. 
په دې غونډه کې د کرنې وزارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو د چرګانو روزنې د صنعت د ودې او پراختیا، بڼوالۍ، د لبنیاتو د حاصلاتو د زیاتوالي، د لبنیاتو د پروسس د فابریکو  جوړولو، د مالدارۍ د فارمونو د جوړولو، سوداګرۍ، صادراتو، پانګوالو ته د زمینې برابرولو، د څارویو د خوراکي توکو تولید، د چرګانو د دانې تولید او  د مېوو او سبو ساتلو په موخه د سړوخونو پر جوړولو خبرې اترې او نظرونه تبادله کړل.
په دې غونډه کې، چې د کرنې او مالدارۍ د خونې رییس خان محمد فروتن د کرنې وزارت د رییسانو، سلاکارانو او متخصصینو او د کرنې او مالدارۍ د خونې د مدیره پلاوي په حضور کې جوړه شوې وه، دکرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن د دې خونې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ خونې تر منځ د کاري سیستم د رامنځته کولو، په کارونو کې د همغږۍ رامنځته کولو، د کرنې وزارت په استازیتوب ولایتونو ته د دې خونې د استازي د ورپېژندلو او په اداري کارونو کې اسانتیا راوستلو په برخه کې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
ورپسې د کرنې او مالدارۍ خونې غړو د یوه پریزنټیشن له لارې د کورنیو تولیداتو او بهرنیو تولیداتو ترمنځ کیفي او کمیتي توپیرونه غونډې ته وړاندې کړل.
په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې او مالدارۍ خونې د مسؤلینو د وړاندیزونو او نظریاتو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې امارت په هر حالت کې د بزګرانو، مالدارانو،  او د کرنې او مالدارۍ سکتور پانګه والو او سوداګرو  ملاتړ لپاره کار کوي.
"تاسو ته ډاډ درکوو چې به هر حالت کې له تاسو سره به مرسته او همکاري کوو، ستاسو هر وړاندیز ته به رسېدنه وشي، اړينه خبره داده چې امارتي ادارو سره په همکارۍ د افغانستان د خلکو خوراکي اړتیاوې په ګوته کړئ او داسې څه وکړئ چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي، او خلکو ته د کار او بوختیا زمینه برابره شي او تاسو هم وکولای شی، چې ګټور کارونه ترسره کړئ، چارو کې د اسانتیا په پار  لارښوونه کوو چې دکرنې په وزارت کې د کرنې او مالدارۍ خونې د پیاوړتیا لپاره کمیټه جوړه شي او هره اوونۍ غونډه دائره کړي ترسو ستونزې هوارې شي."
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک هم لیک لاسلیک شو.


وزیر زراعت و تیم تخنیکی‌شان از اتاق زراعت و مالداری افغانستان بازدید کردند 
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و تیم تخنیکی‌شان در جریان بازدید از اتاق زراعت و مالداری افغانستان با هیئت مدیره اتاق زراعت و مالداری افغانستان پیرامون استفاده از فرصت ‌های سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت و مالداری گفتگو کردند.
مسوولان وزارت زراعت و اتاق زراعت و مالداری افغانستان در این دیدار پیرامون انکشاف صنعت مرغ‌پروری، باغداری، افزایش حاصلات لبنیات، ایجاد فابریکه‌های پروسس لبنیات، ایجاد فارم‌های مالداری، تجارت، صادرات، فراهم سازی زمین به سرمایه‌گذاران، تولید خوراکه حیوانات، خوراکه مرغ و ایجاد سردخانه‌ها برای نگهداری میوه و سبزی بحث و تبادل نظر کردند.
در این جلسه که با حضور روساء، مشاوران و متخصصان وزارت زراعت و اعضای هیئت مدیره اتاق زراعت و مالداری برگزار شده بود خان محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری در مورد فعالیت‌ها و دستاوردهای این اتاق صحبت نموده و  پیشنهادات‌اش را در بخش ایجاد سیستم کاری میان وزارت زراعت و اتاق زراعت و مالداری، ایجاد هماهنگی در کارها، معرفی نماینده این اتاق به ولایت‌ها از طرف وزارت زراعت و آوردن سهولت‌ها در کارهای اداری مطرح ساخت. 
سپس اعضای اتاق زراعت و مالداری طی پرزنتیشنی تفاوت‌های کمی و کیفی محصولات داخلی  کشور را با محصولات خارجی بیان کردند.
در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پس از استماع پیشنهادات و نظریات مسوولان اتاق زراعت و مالداری حاضران اطمینان داد که امارت در هر حالت در حمایت از دهقانان، مالداران، سرمایه‌گذاران و تاجران سکتور زراعت و مالداری کار می‌کند"به شما اطمینان می‌دهیم که در  هر شرائط حامی و همکار شما می‌باشیم، به هر یک از پیشنهادات شما رسیدگی می‌شود، لازم است که فعلا شما نیازهای خوراکی مردم افغانستان را در همکاری ادارات امارتی تشیخص دهید و کاری کنید که مطابق ضروریات مردم باشد، زمینه کار و مصروفیت برای مردم مساعد شود و شما هم بتوانید کار ثمر بخش انجام بدهید، برای آوردن سهولت در کارها هدایت می‌دهیم که کمیته تقویت اتاق زراعت و مالداری در وزارت جور شود و هر هفته جلسه برگزار نمایند تا مشکلات حل گردد.
این نشست در حالی برگزار می شود که چندی قبل تفاهم نامه همکاری میان وزارت زراعت و اتاق زراعت، آبیاری و مالداری نیز به امضا رسیده بود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی صدراعظم عثماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۰
Background image

خوست کې د کیلې ونو په وده او حاصل کې ښه پایله ورکړې ده

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو الګو او مالدارۍ رياست وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د کېلې ونو ښه حاصل ورکړی دی.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي،. . .

بازگشت