د کرنې وزیرد چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له رییس سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۰:۵۲
د کرنې وزیرد چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې له لوی رییس مفتي شهزاد نور راشد او د دغه ادارې له یو شمېر رییسانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د اداري اصلاحاتو چارواکو د یادې ادارې د فعالیتونو په اړه د کرنې وزیر ته معلومات ورکړل او د کرنې وزیر ته یې د کارکوونکو د ګمارنې، ارزونې او ظرفیت لوړونې په برخو کې د کرنې له وزارت سره د همکارۍ ځانګړي وړاندیزونه وکړل.
په ورته وخت کې د کرنې وزیر د اداري خدمتونو د ښه والي او مسلکي کولو په برخه کې د دغه وزارت د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو د عمومي ریاست مسوولینو ته د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنې وزارت د دفتر رییس مولوي حسین احمد خورشید، د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او د کرنې وزارت ویاند مولوی مصباح الدین مستعین او دغه راز د اداري اصلاحاتو لوی ریاست د ساده کولو رییس بریالی ابدالي، د تقنین او پالیسیو رییس سید مسعود مخلص او د تعیناتو رییس محمد یوسف غزنوي هم حضور درلود.

دیدار وزیر زراعت با رییس عمومی اداره اصلاحات اداری و خدمات ملکی اداره امور
۳۱ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با مفتی شهزاد نور راشد رییس عمومی اداره اصلاحات اداری و خدمات ملکی و شماری از روئسای آن اداره دیدار کرد.
در این دیدار مسوولان اصلاحات اداری پیرامون فعالیت‎های آن اداره به وزیر زراعت معلومات اراییه کرده و پیشکش‌های مشخص همکاری را با وزارت زراعت دربخش‌های تعینات، ارزیابی و ارتقای ظرفیت کارمندان به وزیر زراعت بیان کردند.
در همین حال وزیر زراعت همچنان در مورد کارکردهای این وزارت در راستای بهبود خدمات اداری و مسلکی سازی سخن زده و  اطمینان همکاری لازم را با مسوولان ریاست عمومی اصلاحات اداری اداره امور سپرد.
دراین دیدار مولوی حسین احمد خورشید رییس دفتر، مولوی مصباح الدین مسعین رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت و بریالی ابدالی رییس سازده سازی، سید مسعود مخلص رییس تقنین و پالیسی‌ها و محمد سوسف غزنوی رییس تعینات ریاست عمومی اصلاحات اداری اداره امور حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت