د کرنې وزرات د تشکل او ګمارنې په پار له ولایتي رییسانو سره د مالي او اداري مرستیال مشورتي خبرې اترې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۵:۱۹
د کرنې وزرات د تشکل او ګمارنې په پار له ولایتي رییسانو سره د مالي او اداري مرستیال مشورتي خبرې اترې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي نن د ویډیو کنفرانیس له لارې د کرنې سکټور د ۱۳۹۹ یم او ۱۴۰۰ ام کال پر تشکیل او ګمارنې له ولایتي رییسانو سره سلا مشورې وکړې.
ښاغلی رفیعي وویل: «د تېرکال تشکیل او ګمارنې د هر ولایت د جغرافیایي نقشې پر اساس جوړ شوي دي، اوسنۍ تشکیل د ولسمشرۍ عالي مقام له خوا تایید او منظور شوې ده، د افغانستان دکرنې د لار نقشه د هرې سیمې اړتیاوو ته په کتو ترتیب شوې ده. اوس ددې اړتیا ده، چې ستاسو نظرونه واخیستل شي، ترڅو د سږني تشکیل تشې په پام کې ونیول شي او ډک شي.»
مالي او اداري مرستیال دغه راز زیاته کړه، چې تشکیل او ګمارنې بزګرمحور دي، او ولایتي رییسانو سره دا خبرې اترې هم د کارکوونکو لپاره دي، ترڅو هغوی بې سرنوشته پاتې نه شي. هغه ټینګار وکړ، چې هر کارکوونکی باید د دوی د تخصص اړوندو بستونو کې وګمارل شي او ترڅنګ یې د مرکز کارکوونکي لږ او د سیمو او ولسوالیو کارکوونکي زیات شوي دي.
هغه وویل، چې دا بدلون خلکو ته د ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار رامنځته شوې ده.
په دې ویډیو یي مشورتي خبرو اترو  کې د کرنې وزارت ولایتي رییسانو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د وزارت د رهبرۍ د پاملرنې غوښتونکي شول. یوشمېر ولایتي رییسانو د کارکوونکو د شمېرزیاتولو غوښتنکي شول.  هغوی ټینګار وکړل، چې په نویو ګمارنو کې دې د دوی نظرونه او وړاندیزونو ته پام ووشي او په ګمارنو کې سلا مشورې ترسره شي.
ددې غونډې په جمع بندی کې عبدالهادي رفیعي وویل: «امکاناتو ته په کتو ټولو ولایتونو ته چوپړتیاوې وړاندې او ستاسو غوښتونې په پام کې نیول کېږي. تشکیل هم لومړیتوبونو ته په کتو جوړه شوې ده، ترڅو کرنې ته پراختیا ورکړل شي.»
د کرنې وزارت ولایتي رییسانو وغوښتل، چې په راتلونکې کې دې، هم ورته کنفرانسونه په لاره واچول شي، ترڅو دوی وکولای شي، چې د کرنې وزارت لوړپوړو چارواکو ته په مستقیمه توګه د خلکو او د کرنې ریاستونو اړتیاوې ورسوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

لغمان کې ۴۱ زره واړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار په ګډون د دې ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ کې د طبیعي سرچینو او ځنګلونو اړوند پراختیايي پروژې تر څارنې لاندې نیول کېږي

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو اړوند پراختیايي پروژو د فعالیتونو د ارزونې، د چارو د ښه والي او د ځنګلونو او طبیعي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او. . .

بازگشت