د کرنې وزارت پلاوي د هلمند دکرنې رییس سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۲۵

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس مولوي شیراحمد رفیع سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.
یاد پلاوی چې په ترکیب کې یې د تدارکاتو رییس مولوي عبدالمجید مبارک او ورسره کاري غړي شامل وو، هلمند ولایت ته د خپل کاري سفر پلان د دې ولایت دکرنې رییس سره شریک کړ.
په دې ناسته کې د هغو پروژو په اړه هر اړخیز بحث وشو چې د روان مالي کال په ترڅ کې پیل شوې دي او لا یې چارې نیمګړې پاتې دي ، یاد پلاوي د کرنې رییس سره د پروژو د کارونو پر چټکتیا، منظم تطبیق او پر وخت بشپړېدو په موخه پر لازمو حل‌لارو تفصیلي خبرې وشوې.
د هلمند ولایت د کرنې رییس پلاوي ته هرکلی ووایه او د پروژو د بریالي تطبیق لپاره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. همدارنګه د کرنې رییس  په هدایت یو ګډ پلاوی وټاکل شو، تر څو یادې پروژې له نږدې او په دقیق ډول وڅېړي او اړوند راپور وړاندې کړي.
باید وویل شي، چې دا ناسته د کرنې وزارت او ولایتي ادارې ترمنځ د همغږۍ، شفافیت او د کرنیزو پروژو د اغېزمن تطبیق په موخه مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت