د کرنې وزارت پلاوي د سرپل په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۵۳
د کرنې وزارت پلاوي د سرپل په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه 

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د مل پلاوي په مشرۍ سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې له زېرمه شوو خوراکي غنمو څخه لیدنه وکړه.
دغه غنم چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د سرپل له اوسیدونکو او بزګرانو پیرل شوي، اوس مهال د سرپل ولایت د کرنې ریاست په ستراتیژیکو زېرمتونو کې خوندي ساتل کېږي.
پلاوي د غنمو وضعیت له نږدې وڅېړه، د ساتنې بهیر او د زېرمتونو د مدیریت څرنګوالی یې وارزاوه او اړوند مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.


هیئت وزارت زراعت از غلهٔ ذخیره‌شده در سرپل بازدید کرد
۱۱ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی قدرت‌الله حقیار، رئیس ذخایر استراتژیک این وزارت، در جریان سفرش به ولایت سرپل از غلهٔ خوراکی ذخیره‌شده در این ولایت بازدید نمود.
این غله بر اساس هدایت زعیم امارت اسلامی افغانستان، امیرالمؤمنین حفظه‌الله، از باشندگان و دهقانان سرپل خریداری شده و اکنون در ذخایر استراتژیک ریاست زراعت این ولایت به‌گونهٔ مصون نگهداری می‌شود.
هیئت وضعیت غله‌ها، روند نگهداری و شیوهٔ مدیریت ذخایر را از نزدیک بررسی کرده و به مسئولان مربوطه رهنمایی‌های لازم را ارائه نمود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت