د کرنې وزارت پلاوي د آقینې له بندر څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۷
د کرنې وزارت پلاوي د آقینې له بندر څخه لیدنه وکړه

۲۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او د حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو پلاوی، د وزارت د مقام د سلاکارانو میرویس خوگیانی او محمد ولي وزیري په ملتیا، د آقینې له بندر څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د آقینې د ګمرک له رییس او د اورګاډي له کارکوونکو سره په لیدنه کې د صادراتو او وارداتو د اقلامو په اړه معلومات تر لاسه کړل. همدارنګه، د کرنې وزارت پلاوي د بوټو ساتنې او د حیواني روغتیا له کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال د نباتي اقلامو د فوموګیشن، د حیواني روغتیا د معیارونو د مراعت په اساس د حیواني روغتیا د سرتفیکېټ د وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
دغه راز، د کرنې وزارت پلاوي د آقینې په بندر کې د بوټو ساتنې او قرنطین مدیریت له کارکوونکو سره هم وکتل. په دې ناسته کې د یوې معیاري ودانۍ نشتوالی د دغه مدیریت له اساسي ستونزو څخه یاد شو.
د آقینې بندر د هېواد له مهمو بندرونو شمېرل کېږي، چې د ترکمنستان له هېواد سره پر پوله موقعیت لري او بېلابېل صادراتي او وارداتي توکي د همدې بندر له لارې تبادله کېږي.


بازدید هیئت وزارت زراعت از بندر آقینه
۲۰ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی مفتی ذاکرالله ذاکر رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، همراه با میرویس خوگیانی و محمد ولی وزیری مشاوران مقام وزارت، از بندر آقینه بازدید کرد.
هیئت در دیدار با رییس کمرک آقینه و کارمندان خط آهن، در مورد صادرات و واردات اقلام معلومات دریافت کرد. همچنان هیئت وزارت زراعت در جریان دیدار با کارمندان بخش حفاظه نباتات و صحت حیوانی روی موضوع فوموگیشن اقلام نباتی، رعایت معیارهای صحت حیوانی برای توزیع سرتفیکیت صحت حیوانی و سایر مسایل مرتبط بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
اعضای هیئت وزارت زراعت همچنین با کارمندان مدیریت حفاظت نباتات و قرنطین وزارت در بندر آقینه ملاقات کردند. در این نشست، نبود یک تعمیر معیاری از مشکلات اصلی این مدیریت عنوان گردید.
بندر آقینه از بنادر مهم کشور به شمار می‌رود که در سرحد با کشور ترکمنستان موقعیت دارد و اقلام مختلف صادراتی و وارداتی از این بندر مبادله می‌شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې پیل کړه


۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره مولوي عبدالرازق ابوالامین د نوي رییس په توګه وټاکل شو او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۴۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت؛ ددرېیم فارم اړوند د ۲۶ مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د غني‌خېلو ولسوالی د ډاکې کلي په سیمه کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د ترمیم او. . .

بازگشت