د کرنې وزارت مشرتابه د ریاست الوزرا له خوا وستیال شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۴ - ۱۲:۲۸
د کرنې وزارت مشرتابه د ریاست الوزرا له خوا وستیال شو


۴تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۹صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه، رییسانو او ددې وزارت مطبوعاتي دفتر د افغانستان اسلامي امارت ملت ته دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې د فعالې ونډې په موخه د رییس الوزرا له خوا وستیال شول.
په هغه غونډه کې، چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د افغانستان اسلامي امارت د رییس اوزرا له خوا ملت ته د دولت دحساب ورکونې په پروګرام کې د فعالو رسنیو او اداراتو د ستاینې په پار په لاره اچول شوې وه؛ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یاد وزارت د کړنو او لاسته راوړنو د ښه اطلاع رسونې او رسنیو ته ددې وزارت د چاراکو له خوا د پروخت ځواب ورکونې په موخه د کرنې وزارت مشرتابه وستایل شو.
دا ستاینلیک د افغانستان اسلامي امارت د ریاست لوزرا اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي له خوا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاء الله عمري ته وسپارل شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي د یاد ستاینلیک د سپارلو پر محال وویل: «دا ستاینلیک دکرنې وزارت له خوا د قناعت وړ اطلاعاتو وړاندې کولو په پار تاسو ته ورکول کېږي او دا لړۍ د بیان د ازادۍ، روڼتیا او ملت ته د حساب ورکونې ښکارندوی دی.»
ملت ته د دولت د حساب ورکونې پروګرام داسې پروګرام دی، چې دولتي ادارات د افغاسنتان اسلامي امارت د رسنیو په مرکز کې د کورنیو او بهرینو رسنیو په شتون کې ملت ته د خپلو کړنو او لاسته راوړنو یوکن راپور وړاندې کوي.

رهبری وزارت زراعت توسط ریاست الوزار تقدیر شد 
۴ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، رئسا و دفتر مطبوعاتی این وزارت از سوی رییس الوزار به منظور اشتراک فعال در برنامه  پاسخ دهی دولت به ملت امارت اسلامی افغانستان تقدیر شدند.
در برنامه به مناسبت  تقدیر از رسانه ها و ادارات فعال در برنامه پاسخ دهی دولت به ملت در مرکز رسانه‌های حکومت از سوی دفتر رییس الوزاری امارت اسلامی افغانستان برگزار شده بود به پاس اطلاع رسانی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از کارکردها و دستاوردها و پاسخ دهی به موقع مسوولان این وزارت به رسانه‌ها رهبری وزارت زراعت با دریافت تقدیر نامه مورد ستایش قرار گرفتند.
این تقدیر نامه توسط مولوی عبد السلام حنفی معاون اداری ریاست الوزاری امارت اسلامی افغانستان به مولوی عطاء الله عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری داده شد.
مولوی عبد السلام حنفی معاون اداری ریئس الوزاری امارت اسلامی افغانستان حین سپردن تقدیر نامه گفت" این تقدیر نامه بخاطر اراییه اطلاعات قناعت بخش توسط وزارت زراعت به شما داده می‌شود و این پروسه نشانده دهند آزادی بیان، شفافیت و پاسخ دهی به ملت می‌باشد.
برنامه پاسخ دهی دولت به ملت برنامه‌ای است که به اساس آن همه ساله ادارات دولتی گزارش کارکرد‌ها و دستاوردها‌ی یکساله‌شان را با حضور داشت رسانه‌های داخلی و خارجی در مرکز رسانه‌های امارت اسلامی افغانستان به ملت اراییه می‌کنند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

بازگشت