د کرنې وزارت مرکزي لابراټوار د کرونا ناروغانو تشخیص ته ځانکړی شو

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۱ - ۲۱:۳
د کرنې وزارت مرکزي لابراټوار د کرونا ناروغانو تشخیص ته ځانکړی شو


۱۱ وری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وزارت اړوند د حیواني ناروغیو د تشخیص او څېړنې مرکزي لابراټوار «CVDRL»، د کورونا «کویډ-۱۹» ویروس د مشکوکو پېښو د تشخیص په پار د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز سره دکرونا ویروس د ټسټ په پار ددې لابراټوار د ځانګړي کولو په پار د یوې هوکړې په لاسلیک کولو سره وویل، چې د حیواني ناروغیو د تشخیص او څېړنې مرکز د ناروغیو تر ټولو ستر او مجهز مرکز دی. ښاغلی درانی وویل، چې کرونا ویروس سره مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت دی، هغه زیاته کړه: «د کرنې وزارت غواړي، چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په پار د عامې روغتیا له وزارت سره عملاً په ګډه کار وکړي. د عامې روغتیا له وزیر سره مو د پنج شنبې په ورځ هوکړه وکړه، چې د وټرنری لابراټوار چې په افغانستان کې یو له معیاري او مجهزو لابراټوارونو دی او مدرن اوعصري تجهیزات او ماشینونه لري د کرونا ویروس د ټسټ په پار د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړو.»
د کرنې او مالدارۍ وزیر دغه راز زیاته کړه، چې په دې لابراټوار کې ۱۸ تنه متخصصین فعالیت لري، چې دا متخصصان به هم د کرونا ویروس د مشکوکو پېښو د تشخیص په پار د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري کوي.
نصیر احمد درانی دغه راز وویل، چې د حیواني ناروغیو د تشخیص او څېړنې په لابراټوار کې د پوهنتون زده کړیالانو ته هم روزنه ورکول کیږي. هغه همداراز وویل، چې د کرنې وزارت تر دې مخکې هم د عامې روغتیا له وزارت سره له نږدې همکارۍ درلود. ښاغلی درانی وویل: «هیله لرم، چې په دې همکاریو سره یوازې د کرنې وزارت په لابراټوارونو کې د کرونا ویروس د ټسټ وړتیا  سلګونو ته ورسیږي. موږ په ولایتونو کې هم یوشمېرتوکي او تجهیزات لرو چې د عامې روغتیا وزارت په واک کې یې ورکوو. په مزار کې یو لابراټوار لرو، چې د عامې روغتیا وزارت په واک کې یې ورکوو. له دې وروسته موږ د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د یو تلپاتې پارټنر په توګه د عامې روغتیا وزارت سره همکار یو.»
په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزیر داکټر فیروز الدین فیروز د کرونا ویروس د تشخیص په پار د کرنې وزارت له همکاریو مننه او قدرداني وکړ او وویل، چې له یوې اوونۍ وروسته به په دې لابراټوار کې هره ورځ له ۳۰۰ تر ۴۰۰ د کرونا مشکوکې پېښې تسټ او تشخیص شي. ښاغلي فیروز د کرونا ویروس د ټسټ او تشخیص مرکزونو زیاتوالی د کرونا ویروس د کنټرول په موخه مهم وباله او د کرنې وزارت لابراټوار ته په اشارې سره وویل: «دا هغه لابراټوار دی، چې زموږ د لابراټوار په څېر وړتیا او کیفیت لري او هغه لابراټوار دی، چې د نړیوال روغتیایي ادارې له خوا تایید شوی دی. ددې لابراټوار وړتیا له نورو ځایونو څخه ډېر ښه دي. شاید په دې لابراټوار کې د ورځې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ سمپلونه تشخیص شي.»
تر هغه وروسته چې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د کویډ ۱۹ یا کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوې یوشمېر ښوونځي او یوشمېر دفترونه چې د عامې روغتیا وزارت اړوند نه و هم کرونا سره د مبارزې د برخې په واک کې ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت