د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار یوشمېر بزګرانو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۲:۴۹
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار یوشمېر بزګرانو سره وکتل

د کندهار یو شمېر بزګرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» سره په یوه ناسته کې د خپلو ستونزو او غوښتنو په اړه خبرې وکړې. په دې ناسته کې د (۵۰۱۰) مټریک ټنه غنمو پیرلو او د وچکالۍ پر وړاندې د مرستو په اړه هم خبرې وشوې.
یاده غونډه د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې ترسره شوه، چې پکې د کندهار دکرنې رییس مولوي فضل الباري فضلي، د کابل څخه راغلي پلاوي، او یو شمېر بزګرانو ګډون کړی و. د غونډې په پیل کې د کندهار د کرنې رییس یاد ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له سفر څخه مننه وکړه او د اضافي غنمو پیرلو په اړه یې د امیرالمؤمنین حفظه الله حکم تشریح کړ.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» په خپلو خبرو کې د دې سفر موخه د اضافي غنمو پېرلو ترڅنګ، د کرنې، مالدارۍ او اراضۍ پراختیا لپاره د همکارو سازمانونو سره لیدنې وبللې او د بزګرانو لپاره د شنو خونو، چیکډمونو جوړولو او د وچو شیدو د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې، د ولسوالیو بزګرانو خپلې ستونزې له چارواکو سره شریکې کړې او د مرستو غوښتنه یې وکړه.
د دې ناستې موخه د بزګرانو ملاتړ او د غنمو زېرمه کول و، ترڅو وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو پر وړاندې د اړمنو خلکو لاسنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت