د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فراه ولایت له والي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۹:۵۶
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د فراه ولایت له والي مولوي غوث الدین رهبر او د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند په دې ناسته کې وویل: «اصلي موخه د فراه د بزګرانو د اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول دي، ددې ترڅنګ د عشر او زکات په راټولولو کې همغږي او د عوایدو د سرچینو زیاتوالی، غصب څخه د راګرځول شویو ځمکو اجاره ورکول، د مخابراتي انټنونو پېژندنه او تثبیت او د همکارو مؤسسو د کړنو ارزونه دې ولایت ته د سفر نورې موخې دي، ځکه اړتیاده چې باید دخلکو خدمت ووشي.»
 د فراه والي مولوي غوث الدين رهبر وويل:« فراه کې په پراخه کچه کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ ترسره کېږي، په دغه ولايت کې سابه ښه حاصلات لري او د فراه عناب مشهور دى، خو دې ولايت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.»
د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د اضافي غنمو د تدارکاتي بهیر او زېرمه کولو د پروسې د تشریح په ترڅ کې وویل: «د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو د ریاست په غوښتنه او د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم، د بزګرانو اضافي غنم چې یو میلیارد افغانۍ ورته ځانګړې شوې، د پېرلو او زېرمه کولو بهیر روان دی.»
حقیار زیاته کړه: «په فراه ولایت کې ۱۰۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم شته چې تر پېرلو وروسته د هرات ولایت سیلو ته لېږدول کېږي او زېرمه کېږي او په بیړنیو او بحراني حالاتو کې ترې ګټه پورته کېږي.»
د کرنې وزارت رهبري په خپل یو بې سارې اقدام سره له بزګرانو څخه ۳۸ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم پېري او په سیلوګانو او ګودامونو کې یې زېرمه کوي، چې له دې ډلې زر مټریک ټنه یې د فراه له ولایت څخه پېرل کېږي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با والی ولایت فراه
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مولوی غوث الدین رهبر والی ولایت فراه و مقامات محلی این ولایت دیدار کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« هدف عمده خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین ولایت فراه است، در کنار آن انسجام در جمع آوری عشر و زکات، افزایش منابع عایداتی، اجاره دهی زمین های استرداد شده از غصب، تشخیص و تثبیت آنتن های مخابراتی و بررسی موسسات همکار از دیگر اهداف سفر به این ولایت است، چون نیاز است تا به مردم خدمت بیشتر صورت گیرد.»
مولوی غوث الدین رهبر والی ولایت فراه در این دیدار گفت:« در ولایت فراه زراعت، باغداری و مالداری به پیمانه زیاد وجود دارد، سبزیجات در این ولایت حاصلات خوبی دارد و عناب فراه نامدار است، اما توجه در این ولایت هنوز نشده است.»
مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت ضمن بیان روند تدارکاتی و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین گفت:« براساس تقاضای ریاست ذخایر استراتژیک وزارت زراعت و حکم امیرالمومنین گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره سازی می‌شود که برای این اقدام یک میلیارد افغانی اختصاص داده شده است، پروسه خریداری آن جریان دارد.»
حقیار افزود:« یک هزار متریک تن گندم مازاد در ولایت فراه وجود دارد که پس از خریداری به سیلوی ولایت هرات انتقال و ذخیره سازی می‌شود و در حالات اضطراری و بحرانی از آن استفاده میگردد.»
رهبری وزارت زراعت با یک اقدام کم پیشینه ۳۸ هزار و ۸۰۰ متریک تن گندم مازاد دهاقین را خریداری و در سیلوها و گدام‌ها ذخیره‌سازی مینماید، که از این میان یک هزار متریک تن آن از ولایت فراه خریداری میگردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت